ژبه

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۰۴ کورنۍ راستنې شوې دي

ویدا قلندري

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۴:۰۶

Views: ۲

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۰۴ کورنۍ چې ۴۴۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغه‌راز، ۴۳ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۴۱ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۲۸ کورنۍ چې ۱۳۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۲۵ کورنۍ چې ۱۱۲ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې ۸۶ زره او ۹۷۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۲۹ کورنیو سره په ټولیز ډول ۲۳۲ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.

د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم ۱۱ کورنۍ چې ۵۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۱۰ کورنۍ چې ۴۵ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې ۹۹ زره او ۲۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په سپین‌بولدک کې له ۱۱ کورنیو سره په ټولیز ډول ۹۲ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۵۶ کورنۍ چې ۲۲۵ کسان کېږي، هېواد ته راستې شوې او همدارنګه ۹۳۰ مسافر هم راستانه شوي دي.

د نغدي مرستو په برخه کې په ټولیز ډول له دوو کورنیو سره ۱۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.

دغه‌راز، د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې هم ۹ کورنۍ چې ۳۴ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول له ۹ کورنیو سره ۶۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

سرچینې لیکلي، دغه‌راز د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې ۸ کورنۍ چې ۳۰ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې ۲۳ زره او ۶۵۰ افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.

سرچینې لیکلي، په ټوله کې ۱۰۴ کورنۍ چې ۴۴۸ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي، ۴۳ کورنۍ چې ۱۸۷ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له  ۵۱ کورنیو سره مرستې شوې او د مخابراتي شبکو ۴۳ سیمکارتونه وېشل شوي دي.