ژبه

د پژواک د راپورونو له خپرېدو وروسته په زرنج کې یو شمېر تړلي ښوونځي بېرته فعال شول

شیما صدیقی

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۵:۴۹

Views: ۳

 زرنج (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۵): د پژواک د راپورونو له خپرېدو وروسته، په زرنج کې دوه هغه ښوونځي بېرته فعال شول چې د تړل کېدو ستونزې یې په دغو راپورونو کې رااخیستل شوې وې؛ د نیمروز د پوهنې ریاست وایي، په دغه ښار کې یې دوه نور تړلي ښوونځي هم فعال کړي دي.

پژواک مخکې په دوو جلا راپورونو کې د زرنج ښار د یو شمېر کلیو د اوسېدونکو ښوونیزې ستونزې او له زده‌کړو د ماشومانو بې‌برخې پاتې کېدل رااخیستي وو؛ اوس هغه دوه ښوونځي بېرته فعال شوي چې د سیمې اوسېدونکو یې په یادو راپورونو کې له تړل کېدو شکایت کړی و.

د «علیم‌خان شورو» ښوونځی له کلونو وروسته بېرته فعال شو

پژواک د ۱۴۰۴ کال د مرغومي په دویمه راپور ورکړی و چې د نیمروز ولایت د مرکز زرنج په شپږو کلیو کې یوازې د «علیم‌خان شورو» په نوم یو لومړنی ښوونځی شته، خو د ښوونکو د نشتوالي له امله له څلورو کلونو راهیسې تړلی دی؛ له همدې امله د دغو کلیو ډېری ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې پاتې وو او یو شمېر نور اړ وو چې ښوونځي ته د تلو لپاره اوږده لار ووهي.

اوس د دغه راپور له خپرېدو شاوخوا لس میاشتې وروسته، یاد ښوونځی بېرته فعال شوی او د زده‌کوونکو د نوم‌لیکنې لړۍ په‌کې روانه ده.

د نیمروز د پوهنې ریاست مرستیال مولوي عبدالغني شفیق وایي، د «علیم‌خان شورو» لومړنی ښوونځی د ښوونکو د نشتوالي له امله څو کاله تړلی و؛ یو شمېر ماشومان د زده‌کړو لپاره د نورو کلیو ښوونځیو ته تلل او ځینې نور له زده‌کړو بې‌برخې پاتې وو.

هغه پژواک ته وویل: «وروسته له هغه چې له تاسو سره مو مرکه وکړه او تاسو د ښوونځیو د ستونزو په اړه راپورونه خپاره کړل، موږ د تشکیل غوښتنه وکړه او موضوع مو په مرکز کې له مسوولینو سره شریکه کړه؛ تشکیل مو منظور شو او د تلې په ۱۵مه مو دغه لومړنی ښوونځی بېرته فعال کړ.»

د ده د معلوماتو له مخې، اوس په دغه ښوونځي کې د زده‌کوونکو نوم‌لیکنه پیل شوې ده.

اوسېدونکي: خوښ یو چې ماشومان مو بېرته ښوونځي ته ځي

د میرحمزه کلي اوسېدونکی حاجي میرحمزه د «علیم‌خان شورو» لومړني ښوونځي د بېرته فعالېدو هرکلی کوي او وایي، د سیمې ماشومان یې پنځه کاله له زده‌کړو بې‌برخې وو، خو د پژواک د راپور له جوړېدو او خپرېدو وروسته اوس یاد ښوونځی بېرته فعال شو.

هغه وایي: «زموږ ماشومان ډېر خوشحاله دي چې اوس په ښوونځي کې شاملېږي او زده‌کړې کوي.»

د همدې سیمې د عبدالحمید کلي اوسېدونکی حاجي خداداد هم د دغه ښوونځي د بېرته فعالېدو هرکلی کوي او وایي، دې اقدام د سیمې د ماشومانو د ښوونیز راتلونکي لپاره نوې هیلې راټوکولې دي.

ده زیاته کړه: «یوه خبریال په خپل راپور سره زموږ ستونزه هواره کړه او د خدای شکر دی چې نن زموږ ماشومان زده‌کړې کوي. له پژواک مننه کوو.»

نهه کلن احمد چې د ښوونځي د تړل کېدو له امله له زده‌کړو بې‌برخې پاتې و او د ورځې یوه برخه به یې د څارویو په څرولو تېروله، د ښوونځي د بېرته پیلېدو له امله خوښ دی.

هغه وویل: «نن یې زه په ښوونځي کې شامل کړم، ډېر خوشحاله یم چې درس وایم.»

د «بای‌ناز» ښوونځی؛ زده کړو ته د «هېر شوي کلي» د ماشومانو ستنېدل

پژواک د ۱۴۰۴ کال د غویي په ۱۳مه هم په یوه راپور کې د زرنج ښار د «بای‌ناز» کلي د اوسېدونکو ښوونیزې ستونزې رااخیستې وې. د دغه کلي اوسېدونکو په یاد راپور کې د ښوونځي له نشتوالي شکایت کړی و.

د دغه کلي یوې اوسېدونکې فاطمې هغه مهال د ښوونځي په ګډون د لومړنیو خدمتونو نشتوالي ته په اشاره ویلي وو: «موږ هېر شوي یو، هېڅ حکومت زموږ لپاره کار نه دی کړی.»

د زرنج د «بای‌ناز» کلي د شورا مشر غلام‌نبي هم په یاد راپور کې د ښوونځي نشتوالی د سیمې د خلکو له اساسي ستونزو بللی و او بای‌ناز یې «هېر شوی کلی» یاد کړی و.

اوس د دغه راپور له خپرېدو وروسته، د یادې سیمې ښوونځی بېرته فعال شوی او لسګونو زده‌کوونکو زده‌کړو ته لاسرسی موندلی دی.

د یاد کلي د شورا مشر غلام‌نبي وایي، دغه ښوونځی له درېیو کلونو تړل کېدو وروسته بېرته فعال شوی او اوس لسګونه زده‌کوونکي په‌کې زده‌کړې کوي.

هغه وویل: «موږ د پژواک له خبریال څخه مننه کوو، تاسو تل زموږ د ستونزو په اړه راپورونه خپروئ، رښتیا هم ستاسو کار د ستاینې وړ دی. اوس زموږ د ښوونځي ستونزه هواره شوه او لامل یې دا و چې تاسو زموږ ستونزې منعکس کړې.»

د نیمروز د پوهنې ریاست: دوه نور ښوونځي هم فعال شوي

د نیمروز د پوهنې ریاست مرستیال مولوي عبدالغني شفیق وایي، د یادو ښوونځیو ترڅنګ، د زرنج ښار په لوېدیځ کې د «فیروزګي» ښوونځی او د دغه ښار سوېل ته په کلوخک کلي کې د «کوردو» ښوونځی هم بېرته فعال شوي دي.

ده پژواک خبریال ته وویل: «له تاسو ډېره مننه کوو چې زموږ او خلکو ترمنځ د پله حیثیت لرئ او تل مو د خلکو ستونزې تر موږ رسولې دي. موږ هم د خپل توان تر کچې دغو ستونزو ته رسېدنه کړې او پر وخت مو هوارې کړې دي.»

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې په دغه ولایت کې د نورو تړلو ښوونځیو د بېرته فعالولو هڅې هم روانې دي.