کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې سويډن د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۲ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
اوچا نن (پنجشنبه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه اندازه پیسې د سويډن د ۱۰ میلیون کرونو معادل دي.
اوچا د سويډن له دې مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې د دغه هېواد دوامداره پیوستون په افغانستان کې د بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره ګډې هڅې پیاوړې کوي.
دغه دفتر په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.