هرات (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): هرات کې یو شمېر نجونې چې په یوه کارخونه کې پر سرامیکي لوښو مینیاتورۍ، خطاطي او نقاشي کوي، غواړي په دغه کار سره د افغانستان دودیز هنرونه ژوندي وساتي، خپل تولیدات سیلانیانو ته ور وپېژني او د خپلو مهارتونو له لارې د عاید ترلاسه کولو زمینه برابره کړي، خو له ایرانه د خامو لوښو واردول او لوړ لګښتونه یې د کار پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي.
په دې ګالرۍ کې نجونې په ډېر دقت پر سرامیکي لوښو طرحې جوړوي او د رنګونو او ظریفو نقشونو په کارولو سره قابونو او نورو لوښو ته نوې ښکلا وربښي. د طرحې او رنګولو له بشپړېدو وروسته، لوښي د پخولو او لعابکارۍ پړاوونه هم تېروي، څو د کارونې لپاره چمتو شي.

د دې ګالرۍ مسوولې نګیتا دراني وایي، درې کاله کېږي چې د دغه هنري مرکز په جوړولو سره یې نجونو ته د مینیاتورۍ، خطاطۍ، تذهیب او نقاشۍ د زدهکړې زمینه برابره کړې ده.
هغې وویل: «درې کاله کېږي چې په اختیارالدین ګالري کې مو د سرامیکي لوښو برخه کې کار پیل کړی دی. له موږ سره ۱۵ نجونې دي چې کار کوي او دغه هنري کارونه له موږ څخه زده کوي. زموږ هنري فعالیت په څلورو برخو، یعنې مینیاتورۍ، خطاطۍ، تذهیب او نقاشۍ کې دی.»
د هغې په خبره، دغو نجونو ته د زدهکړې د زمینې برابرولو ترڅنګ، د دوی د هنري اثارو نندارې ته اېښودل هم سیلانیانو ته د دغو هنرونو د ورپېژندلو فرصت برابر کړی دی.
په بېلابېلو نقشونو سینګار شوي تزئیني لوښي د دغه ځای د ښکلا یوه برخه جوړوي. دا یوازې د سرامیکي لوښو سینګارځای نه دی، بلکې هغو نجونو ته یو فرصت هم دی چې غواړي مهارتونه زده کړي، خپلې وړتیاوې پیاوړې کړي او د هنر له لارې د اقتصادي فعالیت زمینه برابره کړي.

خو د دغه هنري فعالیت دوام له یو شمېر ننګونو سره هم مخ دی. هغه خام لوښي چې نجونې پرې طرحې جوړوي او نقاشي کوي، له ایران څخه واردېږي؛ دا چاره د لومړنیو توکو لګښت لوړوي او د کار بهیر ستونزمنوي.
د ګالري مسوولې وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې په راتلونکي کې داسې زمینه برابره شي چې وکولای شو خپل هنر پراخ کړو. موږ اوس له ایران څخه لوښي واردوو او پر هغو طرحې او ډیزاینونه جوړوو. که داسې زمینه برابره شي چې دغه لوښي په افغانستان کې جوړ شي، ډېره به ښه وي. دا زموږ لپاره یوه لویه ستونزه ده؛ ځکه یو خو لوښي په ځنډ رارسېږي، د هغو کرایه، ګمرکي محصول او بیه یې ډېر لوړ وي.»
په همدې حال کې، د دغو هنرونو ښوونکې وایي، هڅه کوي د دودیزو هنرونو د زدهکړې له لارې د افغانستان د هنري میراث د ساتنې لپاره زمینه برابره کړي.
د کلتوري میراث خوندیتوب لپاره د هنر زدهکړه
د هنري فعالیتونو د پراختیا ترڅنګ، د افغانستان د دودیزو هنرونو خوندیتوب هم د دغه مرکز له موخو څخه بلل کېږي.

د نقاشۍ ښوونکې زلیرا جمالزاده وایي، دغه کار یوازې د لوښو سینګارول نه دي، بلکې داسې فعالیت دی چې انسان ته ارامتیا هم وربښي.
هغې وویل: «نږدې درې کاله کېږي د سرامیک برخه کې کار کوم؛ دلته نیمایي نجونې مسلکي دي او نیمایي نورې زدهکوونکې؛ موږ زدهکوونکو ته روزنه ورکوو او مسلکي نجونې پر لوښو طرحې جوړوي.»
هغې د دودیزو هنرونو پر خوندیتوب ټینګار وکړ او ویې ویل: «زما غوښتنه دا ده چې د افغانستان هنر، چې سرامیکي هنر یې یوه برخه ده او په وروستیو کلونو کې ورته لږه پاملرنه شوې، ژوندی وساتو، د خلکو کورونو ته یې ورسوو او ور ویې پېژنو.»
د هنر له لارې د عاید ترلاسه کولو هیله
د هغو نجونو لپاره چې په دې ګالرۍ کې زدهکړه کوي، هنري فعالیت یوازې د طرحې او نقاشۍ تر زده کولو محدود نه دی؛ هغوی هیله لري چې د مهارتونو په ترلاسه کولو سره خپل اقتصادي وضعیت هم ښه کړي.
هاجره تیموري چې د دې ګالرۍ یوه زدهکوونکې ده، د لوښو پخولو او لعابکارۍ بهیر کې برخه اخلي. هغه له لومړي ځل پخولو وروسته لوښي له بټۍ راوباسي، لعاب پرې وهي او بیا یې بټۍ کې ږدي. د هغې لپاره په دغه مرکز کې کار یوازې د یوه هنري مهارت زده کول نه دي، بلکې د اقتصادي اړتیاوو پوره کولو یوه وسیله هم ده.

هغې چې په بټۍ کې د لوښو اېښودو مسوولیت لري، وویل: «موږ دلته د دې لپاره راځو چې هم هنر زده کړو او هم خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کړو. لومړی بټۍ بلوو، لوښي پکې ږدو او د پخولو بهیر ترسره کېږي. وروسته له دې چې لعاب پرې ووهل شي، بیا یې بټۍ کې ږدو، څو د کارونې لپاره چمتو شي.»
د دغو نجونو اثار د ښکلا او ظرافت ترڅنګ، د یوه هنر د ساتنې او پراختیا لپاره د هڅو او هیلو کیسه هم کوي. که په هېواد کې دننه د لومړنیو توکو د تولید زمینه برابره شي او د هنري فعالیتونو ملاتړ وشي، دغه هڅې کولای شي د زدهکړې، کارموندنې او د افغانستان د سرامیکي هنر د ورپېژندلو لپاره نور فرصتونه هم رامنځته کړي.