ژبه

سوېلي وزیرستان کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله درېيو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

ویدا قلندري

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۰:۲۲

۱ کتنې

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): د خیبر پښتونخوا په سوېلي وزیرستان کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د یوې کورنۍ درېیو غړو ژوند له لاسه ورکړی او لږ تر لږه پنځه نور ټپیان شوي دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه د سوېلي وزیرستان په توی خوله سیمه کې شوې او په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د راپور له مخې چې ټپیان د درملنې لپاره د واڼه مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
سرچینې د پولیسو له قوله د پېښې د قربانیانو شمېر خپور کړی، خو د هاوان مرمۍ د توغېدو لوری او د پېښې څرنګوالی په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.