ژبه

چین: اسرائیل دې د فلسطین په اشغال شوې لوېديځه غاړه کې د مېشت‌ځایونو جوړول ودروي

زرغونه صالحى

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۰۹:۲۵

۱ کتنې

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له اسرائیلو غوښتي چې د فلسطین په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د مېشت‌ځایونو جوړول او د هغو د پراختیا بهیر ودروي.

رویټرز نن (جمعه) راپور ورکړی چې وانګ یي دا موضوع په اذربایجان کې د اسرائیلو له ولسمشر اسحاق هرتزوګ سره په لیدنه کې مطرح کړې ده.
د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې وانګ یي ټینګار کړی، د فلسطین مسئله په روانه پېړۍ کې تر ټولو لویه تاریخي بې‌عدالتي ده.
د چین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د فلسطین او اسرائیلو د شخړې د حل سمه لاره د دوو دولتونو حل‌لاره ده. هغه ویلي چې په بېړني ډول باید غزې تړانګې ته د لاسرسي ټولې لارې په بشپړه توګه پرانیستل شي، څو د بشري ناورین د پراخېدو مخه ونیول شي.
نوموړي ویلي چې چین چمتو دی له نړۍوالې ټولنې سره په ګډه کار وکړي، څو ښکېل لوري بېرته خبرو اترو او مشورو ته راوګرځي او سیاسي حل‌لارې ته ورسېږي.
چین له اوږدې مودې راهیسې د فلسطینیانو د حقونو ملاتړ او د فلسطین او اسرائیلو د شخړې د حل لپاره د دوو دولتونو د جوړېدو پر حل‌لارې ټینګار کوي.