کابل (پژواک، ۲۴تله ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې د تېلو پر تصفیهخونو د اوکراین له لوري د بریدونو بیا پیلېدل غندلی او ویلي یې دي چې دغه بریدونه نړۍ کې د تېلو د بیو لوړېدو لامل کېږي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ټرمپ دغه څرګندونې د اوکراین له لوري د مسکو سوېلختیځ کې د «روسنفت شرکت» د تېلو پر یوې تصفیهخونې له برید وروسته، له «نیوزمکس» خبري شبکې سره په مرکه کې کړې دي.
ټرمپ ویلي: «د هغه (اوکراین) ټول کار دا دی چې د نړۍ د تېلو بیې لوړې کړي. زما په نظر، دا یو شرموونکی کار دی.»
هغه زیاته کړې چې د تېلو پر تصفیهخونو بریدونه په داسې حال کې چې امریکا او نړۍ دواړه د سون توکو ته اړتیا لري او دا د نړۍ په ګټه نه دي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي اعلان وکړ چې هېواد یې د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو اړوند له هغه اوربند وځي چې ټرمپ یې د اعلان خبر ورکړی و. زلنسکي له مسکو سره د هوکړو لپاره د ټرمپ پر لېوالتیا هم نیوکه کړې ده.
روسیې هم د جګړې پر مهال د اوکراین د انرژۍ تاسیساتو په ګډون د برېښنا پر بندونو پراخ توغندیز او د بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې د رویټرز د راپور له مخې، له امله یې د سلګونو زرو خلکو برېښنا پرې شوې ده. زلنسکي فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د اوکراین صبر نور پای ته رسېدلی دی.
رويټرز لیکلي، د ټرمپ حکومت هڅه کوي د اوربند یوې هوکړې ته د رسېدو او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب وکړي؛ هغه جګړه چې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې له پراخ برید سره پیل شوې ده.
ټرمپ په دې مرکه کې ویلي چې د ده په باور، زلنسکي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دواړه غواړي جګړه پای ته ورسېږي، خو هغه له زلنسکي سره تعامل له پوتین سره تر تعامل ستونزمن بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د رویټرز د راپور له مخې، اوکراین د سپوږمکۍ د یوه مخابراتي سیسټم د کارونې له محدودیت سره مخ شوی چې د جګړې په ډګر کې یې د اړیکو او د بېپیلوټه الوتکو د عملیاتو لپاره تکیه پرې کوله.