ژبه

خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او والي د واکمنۍ پر ضد‌ محکمې ته عریضه شوې ده

ویدا قلندری

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۳:۳۴

۰ کتنې

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): د پاکستان د اساسي قانون د ساتنې غورځنګ – چې د اپوزېسیون د څو سیاسي ګوندونو ګډ ایتلاف دی- په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او والي د واکمنۍ نافذېدو پر ضد د پېښور عالي محکمې ته عریضه وړاندې کړې ده.
د راپورونو له مخې، دغه عریضه د ياد غورځنګ مشر محمود خان اڅکزي، اختر منګل، علامه راجا ناصر عباس او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو لاسلیک کړې ده.
له دې مخکې، د پاکستان تحریک انصاف مشر ګوهر علي خان هم په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او والي د واکمنۍ د نافذېدو پر ضد ورته عریضه د پېښور عالي محکمې ته سپارلې وه.