ژبه

نن په مسکو کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د امنیت په تړاو د درېيو سیمه‌ییزو سازمانونو غونډه جوړېږي

ویدا قلندري

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۱:۲۷

۷ کتنې

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان، د ګډو ګټو خپلواکو دولتونو او شانګهای همکاریو سازمان ګډه غونډه نن (جمعه) په مسکو کې جوړېږي چې د افغانستان او منځنۍ اسیا امنیت به یې د بحث له مهمو موضوعاتو وي.
د ګډو ګټو خپلواکو دولتونو د رسمي وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې به د سیمې امنیتي ننګونې او د یادو سازمانونو د غړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو اړوند موضوعات وڅېړل شي.
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د افغانستان تحولات او د منځنۍ اسیا امنیتي وضعیت د سیمې د هېوادونو له مهمو موضوعاتو څخه دي.
د سرچینې په حواله، د روسیې د فدراسیون د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به د دغه کنفرانس په عمومي غونډه کې وینا وکړي.