ژبه

د ملګرو ملتونو د سرمنشي څوکۍ هېڅ نوماند د امنیت شورا د ټولو دایمي غړو ملاتړ تر لاسه نه کړ

سهراب سروري

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۰۸:۵۹

۱ کتنې

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د راتلونکي سرمنشي د ټاکلو لپاره د امنیت شورا په تازه غیررسمي رایه‌اچونه کې له اوو نوماندانو هېڅ یوه د دغې شورا د ویټو حق لرونکو پنځو دایمي غړو بشپړ ملاتړ نه دی ترلاسه کړی او ښايي دې څوکۍ ته نوي نوماندان هم ورمعرفي شي.

اسوشېټېډ پرېس (AP) خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه پټه رایه‌اچونه د جمعې په ورځ ترسره شوې او پایلو یې ښودلې چې د امنیت شورا پنځه دایمي غړي، امریکا، روسیه، چین، بریتانیا او فرانسه، لا هم د ملګرو ملتونو د راتلونکي سرمنشي پر ټاکلو هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د راپور له مخې، که اوسني نوماندان د دغو پنځو هېوادونو ملاتړ ترلاسه نه کړي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د څوکۍ لپاره سیالۍ ته د نویو نوماندانو د ورګډېدو امکان هم شته.

ټاکل شوې ده چې نوی سرمنشي د انتونیو ګوترېش ځای ونیسي، چې نږدې لس کاله یې د ملګرو ملتونو مشري کړې ده.

د اسوشېټېډ پرېس د معلوماتو له مخې، د امنیت شورا ۱۵ غړو د تېرو پنځو غیررسمي رایه‌اچونو په څېر، دا ځل هم د اوو نوماندانو په اړه د ملاتړ، مخالفت او نظر نه څرګندولو رایې ورکړې دي.

خو په دې رایه‌اچونه کې د لومړي ځل لپاره د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو د رایو د بېلولو لپاره سرې رایپاڼې کارول شوي، څو د هغوی رایې د شورا د نورو غړو له رایو جلا وپېژندل شي.

د سرو رایپاڼو کارول په خپله د مخالفت معنا نه لري، بلکې د دایمي غړو د رایو د پېژندلو لپاره دي؛ خو پر دغو رایپاڼو مخالفې رایې ښيي چې نوماند د ویټو حق لرونکو هېوادونو له مخالفت سره مخ دی.

د راپور له مخې، دوو ډیپلوماتانو، چې د رایه‌اچونې د محرموالي له امله یې د نومونو د نه څرګندولو په شرط خبرې کړي، ویلي چې درېیو مخکښو نوماندانو، د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا ادارې مشرې او د کوسټاریکا پخوانۍ مرستیالې ولسمشرې ربیکا ګرینسپان، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر او د ارجنټاین اوسېدونکي رافایل ګروسي او په ملګرو ملتونو کې د ګیانا سفیرې کارولین رودریګز برکېټ، هر یوه د امنیت شورا د دایمي غړو دوې مخالفې رایې ترلاسه کړې دي.

د دغو ډیپلوماتانو د معلوماتو له مخې، ربیکا ګرینسپان د نهو موافقو رایو په ترلاسه کولو سره لا هم د نوماندانو په سر کې ده.

اسوشېټېډ پرېس لیکلي، که څه هم دا نه ده څرګنده چې د امنیت شورا هر غړي څه ډول رایه ورکړې، خو د امریکا یو شمېر چارواکو په وروستیو اوونیو کې ویلي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له نظره هېڅ اوسنی نوماند بشپړ مناسب نه دی.

د راپور له مخې، د ټرمپ اداره د ملګرو ملتونو پر بنسټیزو اصلاحاتو ټینګار کوي او د دغه سازمان له یو شمېر اړوندو ادارو یې د امریکا د وتلو پرېکړه کړې یا یې د وتلو پلانونه اعلان کړي دي.

خو امریکايي چارواکو له ملګرو ملتونو او د دغه سازمان له اداري جوړښت سره د ټرمپ ادارې پر اختلافونو سربېره، د اوسنیو نوماندانو له ډلې د یوه د ملاتړ احتمال نه دی رد کړی.

دغو چارواکو، چې د داخلي بحثونو د محرموالي له امله یې د نومونو له څرګندولو ډډه کړې، ویلي چې د امریکا دریځ لا هم د وروستي کېدو په حال کې دی او په راتلونکو ورځو کې به روښانه شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز د امنیت شورا د تړلو دروازو تر شا له ترسره شوې غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي چې دغه سازمان پیاوړې او فعالې رهبرۍ ته اړتیا لري، څو خپل پام بېرته د سولې او امنیت ساتلو ته واړوي.

هغه زیاته کړې چې ملګرو ملتونو په تېرو اتیا کلونو کې هڅه کړې په بېلابېلو برخو کې فعالیت وکړي، خو اوس اړتیا ده چې خپل تمرکز پر سولې او امنیت زیات کړي.

د اسوشېټېډ پرېس د راپور له مخې، د دود له مخې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ټاکلو کې سیمه‌ییز نوبت په پام کې نیول کېږي او دا ځل د لاتینې امریکا نوبت دی.

دغه سیمه‌ییز نوبت قانوني شرط نه دی او د نورو سیمو نوماندان هم د سرمنشي د څوکۍ لپاره سیالي کولای شي.

همدارنګه، د لومړي ځل لپاره د سرمنشي په توګه د یوې ښځې د ټاکلو غوښتنې هم شته، چې په دې صورت کې به د ملګرو ملتونو په تاریخ کې لومړۍ ښځه د دغه سازمان مشري وکړي.

د امریکا سفیر مایک والټز په دې اړه ویلي: «موږ پوهېږو چې د سیمه‌ییز نوبت غوښتنه شته. البته، که تر ټولو وړ نومانده ښځه وي، موږ یې هرکلی کوو، خو موږ په اصل کې تر ټولو وړ نوماند ته اړتیا لرو.»

د اسوشېټېډ پرېس د راپور له مخې، د جمعې ورځې په رایه‌اچونه کې د اکوادور د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پخوانۍ مشرې ماریا فرناندا اېسپینوسا او د دغه هېواد پخوانۍ سفیرې ایوون اې باکي تر ټولو لږ ملاتړ ترلاسه کړی دی.  دغه راز، د افریقا دوو نوماندانو، د یوګانډا پخواني ډیپلومات اولارا اوتونو او د سینیګال پخواني ولسمشر مکي سال، هر یوه لس مخالفې رایې ترلاسه کړې دي.

د اسوشېټېډ پرېس د راپور له مخې، دوو ډیپلوماتانو ویلي چې د امنیت شورا راتلونکې غیررسمي رایه‌اچونه به په راتلونکې اوونۍ کې ترسره شي او په هغې کې به هم د دایمي غړو د رایو د بېلولو لپاره سرې رایپاڼې وکارول شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز او د روسیې سفیر واسیلي نېبنزیا دواړو د نویو نوماندانو د ورګډېدو احتمال نه دی رد کړی.

والټز ویلي: «زه ډاډه یم چې دا کار به د روان کال تر پایه بشپړ کړو.»

نېبنزیا هم ویلي: «دا یقیناً زما هیله ده.»