ژبه

کرکټ؛ د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ درې‌اړخیزه لوبلړۍ نن پیلېږي

هجرت‌الله کاکړ

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۱:۴۵

۱۱ کتنې

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۵): د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو درې‌اړخیره لوبلړۍ نن په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي.

کرکټ بورډ ویلي چې د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې ترمنځ د یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو د درې‌اړخیزې لوبلړۍ جام پرون ماښام د ابوظبۍ په زاید کرکټ لوبغالي کې نندارې ته وړاندې شو.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د یادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه به نن د بنګله‌دېش او زمبابوې لوبډلو ترمنځ د افغانستان پر وخت د مازدیګر څلور بجې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

افغانستان به په دې لوبلړۍ کې خپله لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۱۹مه له بنګله‌دېش او دویمه لوبه به د همدې میاشتې په ۲۱مه له زمبابوې سره ترسره کړي.

یادونې ده، د یادې درې‌اړخیزه لوبلړۍ پایلوبه د اکټوبر په ۲۹مه ترسره کېږي.