ژبه

اسلام‌اباد کې د ورځپاڼو وېش درېدلی؛ رسنيز فعالان: د پاکستان رسنۍ د سقوط له حالت سره مخ دي

پژواک

۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۰۰:۲۸

۱۲ کتنې

کابل (پژواک): د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د ورځپاڼو د وېش بازار تړل کېدو د ورځپاڼو رسونه درولې ده؛ چارواکي د شاوخوا ۱۰ میلیونه کلدارو د پاتې پیسو خبره کوي، خو د ورځپاڼو پلورونکي دا ادعا ردوي او مشهور خبریال حامد میر وايي چې د پاکستان رسنۍ د سانسور له امله له کمزوري کېدو سره مخ دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د اسلام‌اباد ښاروالۍ د اکتوبر په ۱۶مه د پلازمېنې په «ابپاره» سیمه کې د ورځپاڼو د وېش بازار وتاړه چې له امله یې په دغه ښار کې د ورځپاڼو وېش ودرېد او دولتي دفترونو او سفارتونو ته هم ورځپاڼې ونه رسېدې.

د راپور له مخې، ښاروالۍ د ورځپاڼو د بازار د تړلو دلیل د شاوخوا ۱۰ میلیونه پاکستانۍ کلدارو د پاتې پیسو موضوع بللې ده؛ خو د ورځپاڼو پلورونکو استازو ویلي چې د بازار د کرایې له اړخه پور نه لري او یادې پیسې د بازار ترڅنګ له یوې تشې ځمکې سره تړاو لري چې د دوی په وینا، هېڅکله دوی ته په اجاره نه ده ورکړل شوې.

د ورځپاڼو پلورونکو ټولنې عمومي منشي ټیکا خان ویلي چې د بازار تړل کېدل د ورځپاڼو د وېش بهیر ګډوډ کړی او د رسنیو د صنعت کارکوونکي یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

بلخوا، د پاکستان مشهور خبریال حامد میر پر خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د پاکستان رسنۍ لا له وړاندې د مړینې په حال کې دي او د سانسور له امله د ورځپاڼو د خپرېدو شمېر کمېږي.

هغه د اسلام‌اباد د ورځپاڼو د وېش بازار تړل کېدو او د ورځپاڼو د رسونې درېدلو ته په اشارې لیکلي چې رسنیو ته پیغام روښانه دی: «خپل کارونه راټول کړئ او پر ځای یې بل کاروبار پیل کړئ.»

حامد میر دا اقدام د پاکستان د رسنیو د وضعیت په اړه د خپلې اندېښنې په توګه مطرح کړی، خو ډان ورځپاڼې د بازار د تړل کېدو لپاره د ښاروالۍ د ادارې له خوا د مالي پور موضوع راپور کړې ده.

د ډان د راپور له مخې، د اسلام‌اباد ښاروالۍ ادارې په G-6 او H-9 سیمو کې دوه بازارونه هم د اورلګېدنې د خوندیتوب د اندېښنو له امله تړلي دي. چارواکي وايي چې دغه بازارونه به د خوندیتوب د تدابیرو تر ارزونې او تایید وروسته بېرته پرانیستل شي.