ژبه

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ لوبډله نن له بنګله‌دېش سره لوبه کوي

هجرت‌الله کاکړ

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۰۸:۵۴

۲ کتنې

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله د څلورو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن له بنګله‌دېش سره دویمه لوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د هېواد له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله د څلورو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په دویمه لوبه کې نن د بنګله‌دېش پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته کېږي.

کرکټ بورډ ویلي چې دغه لوبه د افغانستان پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې په عمان کې ترسره کېږي.

افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه بنګله‌دېش ته بایللې ده.

دغه سیالۍ د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبغاړو د اسیا جام سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه ترسره کېږي. ټاکل شوې دغه سیالۍ د نومبر په پنځمه په عمان کې پیل شي.