کابل (پژواک) – د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې په منځنۍ اسیا کې د روسیې یا چین برلاسی د امریکا مهمې امنیتي ګټې ګواښلی شي.
خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هڅه کوي د روسیې پخوانۍ امپراتوري بېرته ورغوي او که څه هم اوکراین یې د اهدافو په سر کې دی، د منځنۍ اسیا هېوادونه هم د هغه د موخو په لړ کې شامل دي.
هغه زیاته کړې چې چین هم په سیمه کې د برلاسۍ په لټه کې دی.
خلیلزاد اوزبېکستان ته د امريکا د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو د سفر او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د هغه د لیدنې هرکلی کړی دی.
هغه زياته کړې چې منځنۍ اسیا له اقتصادي پلوه د امریکا لپاره ورځ تر بلې مهمه کېږي او د امریکا خصوصي سکټور هم دې موضوع ته پام اړولی دی.
د خلیلزاد په خبره، دغهراز د خلیج او جنوبي اسیا هېوادونه هم په دې اړه ورته لیدلوری لري او دغه وضعیت د ګډو اقداماتو لپاره فرصتونه برابروي.
هغه ټینګار کړی چې امریکا باید د یوې دوامدارې ستراتیژۍ په چوکاټ کې په سیمه کې خپلې اقتصادي او امنیتي ګټې په فعاله توګه تعقیب کړي.