کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو وېټکاف روانه اونۍ ناروې ته سفر وکړي او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په موخه د نوو خبرو اترو په پړاو کې ګډون وکړي.
رویټرز د درېیو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې تمه ده د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي هم په ناروې کې په دې غونډه کې ګډون وکړي..په دې غونډه کې به د اروپايي هېوادونو، اروپايي ټولنې او ناټو استازي هم برخه واخلي.
د دغو سرچینو له ډلې دوو ویلي، د ټرمپ زوم جېرډ کوشنر، چې ټاکل شوې وه په خبرو کې ګډون وکړي، د ناروغۍ له امله به په مجازي بڼه برخه واخلي.
تمه ده چې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې په دغو خبرو کې د ناروې لومړی وزیر یوناس ګار سټوره، د برېتانیا، فرانسې، جرمني او پولنډ استازي، د اروپايي ټولنې استازي او د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو))استازي هم ګډون وکړي.
د رویټرز دوو باخبره سرچینو ویلي چې وېټکاف به روسیې ته هم سفر وکړي او د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به وګوري.
د سرچینو په خبره، په روسیه کې به خبرې اترې د اوکراین په تړاو پر بېلابېلو موضوعاتو او همدارنګه په روسیه کې د یوه بندي شوي امریکايي وګړي سټېفن هبارډ پر خوشې کېدو متمرکزې وي. نوموړی په ۲۰۲۲ کال کې په روسیه کې زنداني شو.
یادو سرچینو، چې د هویت د نه افشا کېدو په شرط یې له رویټرز سره خبرې کړې، ویلي چې د سفرونو او غونډو مهالوېش لا وروستی شوی نه دی او ښايي بدلون پکې راشي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې د اوکراین او امریکا مذاکره کوونکي ښايي په راتلونکو ورځو کې په ناروې کې سره وګوري.
دغه غونډې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د واشنګټن او کيیف ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.
والسټرېټ ژورنال ورځپاڼې پرون د سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وړاندیز کړی، څو راتلونکې میاشت د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره یوه غونډه ترسره شي او د اوکراین د څلورکلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.