ژبه

سعودي عربستان د پانګونې ستر کنفرانس تر ۲۰۲۷ کال پورې وځنډاوه

احمد صهیب حسرت

۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰:۰۰

۱ کتنې

کابل (پژواک) – سعودي عربستان پر دغه هېواد د یمن د حوثیانو د مرګونو بریدونو زیاتېدو له امله د «راتلونکې پانګونې نوښت» په نوم د پانګونې لوی کنفرانس، چې ټاکل شوې وه راتلونکې اونۍ په ریاض کې ترسره شي، تر ۲۰۲۷ کال پورې ځنډولی دی.

الجزیرې راپور ورکړی چې د دغه کنفرانس په رسمي وېب‌پاڼه کې د سې‌شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ټاکل شوې وه دغه غونډه د روان کال د اکټوبر له ۲۶مې تر ۲۹مې ترسره شي؛ خو د اوسني وضعیت له امله راتلونکي کال ته ځنډول شوې او د ترسره کېدو دقیقه نېټه به یې ژر اعلان شي.

دغه کنفرانس چې د «صحرا داووس» په نوم هم پېژندل کېږي، د سعودي له مهمو اقتصادي غونډو څخه دی. د دې غونډې موخه د ګرځندوی، ورزش او ټکنالوجۍ برخو د پراختیا او پر تېلو د دغه هېواد د اقتصادي تکیې کمولو لپاره د میلیاردونو ډالرو بهرنۍ پانګونې راجلبول دي.

د راتلونکې پانګونې نوښت بنسټ اجرائیوي مشرې، ماها بنت مشاري ال سعود ویلي چې د دغه کنفرانس د ځنډولو پرېکړه د خپلو شریکانو، ویناوالو او ګډونوالو پر وړاندې د یاد بنسټ د ژمنو له مخې شوې ده.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو اونیو کې د سعودي په مشرۍ ايتلاف او د یمن د حوثیانو ترمنځ، چې د ایران ملاتړ ورسره دی، نښتې زیاتې شوې دي.

د راپور له مخې، حوثیانو په خپلو وروستیو بریدونو کې د عربستان پوځي تاسیسات، د انرژۍ برخې او ملکي زیربناوې، د ریاض د نړۍوال هوايي ډګر په ګډون، په نښه کړې دي چې له امله یې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې، د بریدونو د دوام له امله په ریاض کې یو شمېر دولتي ادارو او خصوصي شرکتونو له خپلو کارکوونکو غوښتي چې خپلې دندې له کورونو ترسره کړي.

د سرچینو په وینا، د ځینو دولتي ادارو کارکوونکو ته سپارښتنه شوې چې د روانې اونۍ له دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې خپلې دندې په انلاین بڼه ترسره کړي.

همدارنګه، په ریاض کې د «کېنګډم سنټر» سوداګریز مرکز چې د پیسو نړۍوال صندوق سیمه‌ییز دفتر پکې موقعیت لري، له خپلو کارکوونکو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې کارځای ته حاضر نه شي.

په راپور کې راغلي چې په ریاض کې د ملک عبدالله په مالي سیمه کې مېشتو شرکتونو هم ورته تدابیر نیولي دي.