ژبه

د اسلامي امارت مشر له افغان ځواکونو غوښتي چې له قومیت او انډیوالۍ‌پالنې ځان وساتي

احمد صهیب حسرت

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۱:۰۹

۱ کتنې

کابل (پژواک) – د اسلامي امارت مشر په ۲۰۵ البدر قول اردو کې د وینا پر مهال د ا.ا له ځواکونو غوښتي چې د علم زده‌کړې ته دوام ورکړي، د بیت‌المال له وسایطو او وسلو سره احتیاط وکړي، له قومیت او انډیوالۍ‌پالنې ځان وساتي او د نظام ګټې تر شخصي ګټو لوړې وګڼي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت زعیم شیخ هبت الله اخوندزاده تېره ورځ په ۲۰۵ البدر قول اردو کې د دغه قل اردو منسبوینو ته وینا کړې ده.

هغه ویلي چې الله تعالی ته د مجاهد عبادت او د جهاد او لمانځه صفونه ډېر خوښ دي او مجاهد د الله تعالی د دین د لوړوالي او د دې لپاره جهاد کوي چې مسلمانان په ارامه د الله تعالی عبادت وکړي.

ده زیاته کړې چې مجاهد باید لمونځ په سمه توګه او د ټولو ارکانو او شرطونو په پوره کولو ادا کړي او د دین په ټولو برخو، په ځانګړې توګه د لمانځه په اړه، پوره معلومات ولري.

هغه ویلي چې مجاهد دې اسلامي اخلاق او اداب په ځان کې راولي، ځکه خلک ورپسې اقتداء کوي.

شیخ هبت الله اخوندزاده زیاته کړې: «لمونځ د کامیابۍ ذریعه ده، نبي کریم صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو د لمانځه ډير اهتمام کاوه، کوښښ وکړئ خپله دینداري په جامعه کې ښکاره کړئ، ترڅو د دین په کارونو کې خلک په تاسو پسې اقتداء وکړي، په اخره زمانه کې د نبي کریم صلی اللّٰه علیه وسلم یو سنت را ژوندی کول د سلو شهیدانو ثواب لري، دا ستاسو مسوولیت دی چې دین خپله زده کړئ او نورو ته یې هم ورسوئ.»

فطرت لیکلي: «د اسلامي امارت مشر په ۲۰۵ البدر قول اردو کې مجاهدینو ته وویل، کوښښ وکړئ د مساجدو قدر او عزت وشي، قرآن کریم په قرائت، تجوید او په معنٰی زده کړئ، په عبثیاتو ځانونه مه اخته کوئ، د علم زده کړه جاري وساتئ، د خپلو مشرانو او استادانو قدر، عزت او اطاعت کوئ، د بیت المال د موټرانو او اسلحو سره ډېر احتیاط کوئ او بې‌ځایه يې مه استعمالوئ، په خپلو منځونو کې اتفاق ولرئ، له قومیت او انډیوال پرستۍ څخه ځان وساتئ، شخصي ګټې تر نظام قربان کړئ، تقوٰی او دینداري کوئ.»