Language

کابل(پژواک٢٦تله٩٠) : اروپايي ټولنه له افغانستان سره د پوليسو د وړتياوو لوړولو او په کابل او باميانيو کې د پوليسو د روزنيزو مرکزونو د جوړولو لپاره ١٥ ميليونه يورو مرسته کوي .  

ددې مرستې تړون نن په کابل کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړې استازي او د پلاوي  مشر ويګوداس اوشاتکس(Vyagaudas usackas) او د مهاجرينو د نړيوال سازمان لوړپوړي عملياتي مسوول خوسي ايوان ديوالوس(Jose Ivan Davalos) ترمنځ لاسليک شو.

ويګوداس اوشاتکس ددې تړون تر لاسليک وروسته خبريالانو ته وويل چې د يادې مرستې ٩ مېليونه يورو به په کابل کې د پوليسو د ښوونيز مرکز پر جوړولو او ٤ ميليونه به يې په باميانو کې پر جوړېدونکي مرکز ولګول شي.  

دده په وينا، په باميانو کې د پوليسو د روزنې جوړېدونکى مرکز يوه برخه به د ښځينه پوليسو روزنې ته ځانګړې شي.  

دى وايي چې د مرستې پاتې  برخه به د پوليسو د وړتياوو  پر لوړولو ولګول شي.

هغه وويل چې د پوليسو د روزنې د يادو مرکزونو د جوړلو کار به  په ١٨ مياشتو کې بشپړ شي.

دى وايي چې  ددغو مرکزونو جوړول  له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د اړيکو لاپياوړتيا او اوږدمهاله مرستو ژمنتيا څرګندوي .

ده په خبره ، اروپايي ټولنه هڅه کوي چې ددې مرکزونو تر جوړېدو وروسته به د لنډې مودې لپاره افغان استادانو ته روزنه ورکړي، ترڅو په راتلونکې کې د پوليسو د روزنې چارې په خپله غاړه واخلي.

د مهاجرينو د نړيوال سازمان لوړپوړي عملياتي مسوول خوسي ايوان ديوالوس خوښي څرګنده کړه چې په افغانستان کې د پوليسو د مرکز جوړولو چارې ورسپارل کيږي.

خوسي وويل چې د مهاجرينو د نړيوال سازمان له ١٩٩٢ ميلادي کال راهيسې په افغانستان کې فعاليت لري او ژمن دى چې دغه مرکزونه په اساسي ډول جوړ کړي.

د ننني تړون د لاسليک پرمهال د کورنيو چارو وزارت اداري مرستيال  جنرال ميرزا محمد يارمند ددغو مرکزونو جوړېدل د افغان پوليسو د مسلکي کېدو پر لور يو مهم ګام وباله.

ياري وويل چې د کابل د پوليسو ښوونيز مرکز به په يوه وخت کې د ٢٥٠ پوليسو او د باميانو مرکز به د ٢٠٠  پوليسو د روزنې وړتيا ولري.

ده وويل چې د کابل په مرکز کې به پوليسو ته د نوې ټکنالوژۍ، کمپيوټر او انټرنټ په برخو کې د  ښوونې ترڅنګ د مديريت او ښې رهبرۍ ښوونه هم ورکړل شي.

د اروپايي ټولنې د پلاوي مشر په نننۍ ناسته کې  په افغانستان کې د ښې حکومتدارۍ لپاره په ټولو پروژو کې د روڼتيا هيله وښوده.

اوشاتکس وويل چې اروپايي ټولنې د راتلونکيو درېيو کلونو لپاره له افغانستان سره د مرستې په موخه ٦٠٠ مليونه يورو ځانګړي کړي دي، چې د قانون د حاکميت په برخه کې پر تخصص، د ظرفيتونو پر لوړولو او اداري اصلاحاتو به ولګول شي.

 ده يادونه وکړه چې د يادې مرستې ٤٠ سلنه په افغانستان کې د کرنې د  سکتور پياوړتيا ته ځانګړې شوي دي.

د افغانستان د ماليې وزارت وياند عزيز شمس د معلوماتو له مخې، په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې اروپايي ټولنې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شاوخوا دوه ميليارده ډالره مرسته کړې ده .