Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پوليسو يوه اندازه وسلې او مهمات ونيول

چاريکار (پژواک ٢٦ تله ٩٠): د پروان ولايت امنيتي مسوولينو په درېيو زېرمو کې يو زيات شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړل.

د پروان د والي وياند روشنا خالد نن (د تلې ٢٦مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه اندازه وسلې او مهمات په تېرو ٤٨ساعتونو کې په جبل السراج، بګرام ولسواليو او مرکز کې له درېيو زيرمو، د دغه ولايت د ملي امنيت د موظفينو له لوري کشف شول.

هغه زياته کړه، چې نيول شوې وسلې او مهمات د استفادې وړ دي او تازه د ورانکاره کړنو په موخه د مخالفينو له لوري په درېيو کورنو کې ځاى پرځاى شوي وو.

مېرمن خالد زياته کړه، چې په دغو وسلو او مهماتو کې اته ميله پپشه، يو ميل سل ډزى، اته د  ٨٢ملي متري مرمۍ، دوه د هاوان مرمۍ، دوه راکټونه، يو صندوق د پيکا مرمۍ، يو صندوق د نارنجک مرمۍ، دوه د بي ام يو مرمۍ، ٢٢کړۍ د پرسونل ضد ماينونه، ٥٢ د ٧٦صحرا توپ مرمۍ، د سل ډزې توپ دوه سرګلولې، ٣١صندوقه د دهشکې مرمۍ او ٢٠د راکټ مرمۍ شاملې دي.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال شېراحمد ملداني پژواک ته وويل، چې تر اوسه د دغو وسلو او مهماتو په تور څوک نه دي نيول شوي.

هغه څرګنده کړه، چې په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.

ملداني همدارنګه زياته کړه، چې پوليسو د چاريکارو په ښار کې درې ميله کلاشينکوفونه او يوه اندازه نوره وسله هم نيولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه مياشتې وړاندې هم د پروان امنيتي مسوولينو په غوربند دره کې څه باندې سل ګيلوګرامه چاودېدونکي توکي او يوه اندازه مهمات  کشف او ترلاسه کړي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.