قلعه نو (پژواک ٢٧ تله ٩٠): د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د يوه ځانمرګي بريد له امله درې ملکي وګړي ووژل شول او د ملي اردو دوه سرتېري ټپي شوي دي.
دغه بريد تېره شپه نهه بجې او دېرش دقيقې د بالامرغاب ولسوالۍ روغتيايي کلينيک ته څېرمه ترسره شو.
د بادغيس امنيه قوماندان سمونوال محمد جبار صالح پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ځانمرګي بريد کوونکي د ملي اردو ځواکونه موخه وګرځول او خپل واسکټ ته يې چاودنه ورکړه.
هغه وويل، د لومړيو راپورونو له مخې، په دغه بريد کې درې ملکي وګړي وژل شوي او د ملي اردو دوه سرتېري ټپيان دي، خو د مرګ ژوبلې کره شمېر تر اوسه نه دى معلوم.
د سيمې يوه اوسېدونکي محى الدين پژواک ته وويل: “د شپې نهه نيمې بجې د يوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو، کله چې سيمې ته ولاړم، يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.”
د هغه په وينا، د ځانمرګي بريد موخه د ملي اردو سرتېري وو، خو يو پلار او دوه زامن يې، چې کلينيک ته نږدې يې د تېلو ټانک درلود، په دې چاودنه کې ووژل شول.
سرچينې زياته کړه، چې د ملي اردو يو شمېر سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو شمېره يې په ډاګه نه کړه.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، چې دغه د بادغيس ولايت په سيمو کې لومړى ځانمرګى بريد دى.
د دې پېښې نور جزئيات به وروسته خپاره شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن