ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيمين بارکزۍ خپل اعتصاب پاى ته ورساوه

سيمين بارکزۍ خپل اعتصاب پاى ته ورساوه

author avatar
19 Oct 2011 - 18:56
سيمين بارکزۍ خپل اعتصاب پاى ته ورساوه
author avatar
19 Oct 2011 - 18:56

کابل (پژواک ١٧ تله ٩٠): سيمين بارکزۍ د حضرت صبغت الله مجددي په منځګړيتوب تر ١٨ ورځو وروسته خپل د خوړو اعتصاب پاى ته ورساوه.

 سيمين بارکزۍ، چې د تېر کال په ټاکنو کې يې له هرات څخه د ولسي جرګې دويم دور ته لاره پيدا کړې وه، د هغو نهو تنو له ډلې ده، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د وږي د پنځمې د پرېکړې له مخې يې د ولسي جرګې غړيتوب له لاسه ورکړى دى.

 بارکزۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دې پرېکړې په غبرګون کې، د تلې په لسمه د ملي شورا انګړ ته څېرمه په يوه خېمه کې د خوړو پر اعتصاب لاس پورې کړ، چې وروسته د ولسي جرګې يوه غړې، د مدني ټولنې درې غړې، يوه بله ښځه او د کابل پوهنتون څلور محصلين هم په اعتصاب کې ورسره ملګري شول.

 خو د تېرې جمعې په شپه پوليسو د سيمين بارکزۍ او د يادو شويو نهه تنو نورو خېمې ړنګې او بارکزۍ يې په کابل کې د سردار محمد داوود روغتون ته ولېږدوله.

 د سيمين بارکزۍ خاوند محمد بارکزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې صبغت الله مجددي نن (د تلې ٢٧مه) مېرمين بارکزۍ ته راغى او هغې ته يې د وکالت او د هغې د موضوع د څېړلو ژمنه ورکړه.

 د نوموړي په وينا، مېرمن يې هم دغه ژمنه ومنله او د مجددي د راتګ په درناوي يې د سوپ د څو قاشقو په خوړلو سره خپل اعتصاب پاى ته ورساوه.

 نوموړي د سيمين بارکزۍ روغتيايي حالت ښه ونه باله او زياته يې کړه، چې د عامې روغتيا وزارت د هغې د درملنې په خاطر غوښتي، ترڅو  څو ورځې نور هم په روغتون کې پاتې شي.

 محمد بارکزي همدارنګه وويل، چې صبغت الله مجددي په دغې کتنه کې مېرمن بارکزۍ ته په مشرانو جرګې کې د خپلې څوکۍ د ورکولو وړانديز وکړ؛ خو دغه وړانديز د هغې له خوا رد شو.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، په هغه صورت کې چې د اعتصاب تر پاى وروسته هم د هغې دوسيه ونه څېړل شي، له نورو قانوني لارو به خپله غوښتنه تعقيب کړي.

 مخکې له دې د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم ويلي و، چمتو دى چې د بارکزۍ او په جرګه کې د هغې د ځاى ناستې د رايو په اړه معلومات ورکړي.

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.