اسعداباد (پژواک ٢٧ تله ٩٠): د کونړ والي د پاکستان د چارواکو هغه څرګندونې په کلکه رد کړې، چې ګوندې پاکستانى طالب مشر ملافضل الله په کونړ ولايت کې دى.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال اطهر عباس درې ورځې مخکې په يوه مرکه کې ادعا کړې وه، چې د سوات د طالبانو مشر مولانا فضل الله په کونړ کې پټ دى او له هغه ځايه جنګيالي د پاکستان خاورې ته رالېږي.
خو سيد فضل الله وحيدي په يوه خبري ناسته کې د پاکستاني پوځ د وياند اطهر عباس هغه څرګندونې، چې ملافضل الله په کونړ کې شتون لري، بې اساسه وبللې.
د وحيدې په وينا، که پاکستاني چارواکي د ملافضل الله په اړه، چې هغه په کونړ کې دى، کره او دقيق معلومات لري، وړاندې دې کړي.
د کونړ والي له پاکستاني چارواکو وغوښتل، په دې اړه دې هغه درې ګوني کمېسيون ته معلومات وړاندې کړي، چې د ايساف، افغان او پاکستاني ځواکونو له استازو جوړ دى.
هغه وايي، د افغانستان حکومت د دې وړتيا لري، چې هماغه سيمې د پاکستاني طالبانو له شتون څخه پاکې کړي.
نوموړي وويل، دا ټولو نړيوالو ته ثابته شوې، چې القاعده او د طالبانو مشران په کوم ځاى کې اوسېږي.
د کونړ والي زياتوي، چې پاکستاني چارواکي تل د خپلو تېريو د پټولو لپاره په رسنيو کې بې بنسټه څرګندونې کوي، چې ډېر ځلې پر حقايقو نه وې ولاړې.
د يادونې ده، چې له دې مخکې هم پاکستاني چارواکو په کونړ ولايت کې د وسلوالو د شتون او پټنځايونو څرګندونې او پر افغانستان يې نيوکې کړې دي.
بايد وويل شي، له تېرو شپږ و مياشتو راهيسې د پاکستان له خاورې پر افغانستان ١٦٠٠مرمۍ توغول شوې، چې له امله يې ٧٠ تنو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
Views: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن