Language

د کورنيو چارو پر وزير بريدکوونکى ځانمرګى ووژل شو

چاريکار ( پژواک د لړم لومړۍ نېټه ٩٠): يو ه ځانمرګي بريد کوونکي، چې غوښتل يې د هيواد د کورنيو چارو پر وزير بريد وکړي، د پوليسو له خوا تر ټپي کېدو او نيول کېدو وروسته ساه ورکړه.

 د پروان والي عبدالبصير سالنګي نن له غرمې وروسته په يوې خبري ناسته کې وويل، چې يوه ځانمرګي بريد کوونکي چې غوښتل يې د دغه ولايت د سيد خېلو د ولسوالۍ د سړک په اوږدو کې د کورنيو چارو پر وزير ستر پاسوال بسم الله محمدي بريد وکړي، د هغه د ساتوونکيو له خوا په ډزو سره ټپي او وروسته ونيول شو.

 سالنګي وويل، چې دغه تن هغه مهال د کورنيو چارو پر وزير د بريد نيت درلود، چې محمدي د پنجشير ولايت خوا ته روان و  او د دغه ولايت د سيدخېلو د ولسوالۍ په سړک کې د ماسپيښين د لمانځه لپاره له  موتر څخه ښکته شوى و .

 نوموړي زياته کړه، چې د کورنيو چارو د وزير ساتونکي يوه ځوان  ته چې له يوه پولګوټي څخه راووت او د کورنيو چارو وزير خوا ته روان و، د ودرېدو امر وکړ او سملاسي يې ورباندې ډزې وکړې.

 سالنګي څرګنده کړه، چې ځانمرګي بريد کوونکي د ټپونو له امله، د خپل واسکټ د چولو توان له لاسه ورکړى و .

 نوموړي زياته کړه، چې ياد تن  له  ټپي کېدو وروسته ونيول شو او د دغه ولايت امنيه قوماندانۍ ته وليږدول شو، خو وروسته يې ساه ورکړه.

سرچينې زياته کړه، چې تراوسه د ځانمرګي بريد کوونکي هويت او د اوسيدو ځاى نه دى تثبيت شوى   او په دې اړه څيړنې دوام لري.

 د پروان والي وويل، چې کشفي ارګانونه د دغه ولايت په مربوطاتو کې د ځانمرګي بريد له پلان څخه خبر و او امنيتي ځواکونه د احضاراتو په حالت کې و .

 د کورنيو چارو وزير يوه ساتونکي ميرزا محمد پژواک ته وويل: ((نن په يوه بجه د سيد خېلو پر سړک د اوبو د ويالې ترڅنګ ولاړ وم، چې يو ځوان  له پولګوټي  لاندې  راووت او د کورنيو چارو د وزير خوا ته روان شو. ))

 نوموړي زياته کړه، چې پر ياد تن يې د درېدو غږ وکړ، خو هغه پام ونکړ او بالاخره يې ورباندې ډزې وکړې.