اسعداباد (پژواک،د لړم لومړۍ نېټه ٩٠): د کونړ ولايت د کرکټ منتخبې لوبډلې په پرله پسې ډول درېيو پاکستانۍ کرکټ لوبډلو ته ماتې ورکړه.
د کونړ لوبډله څو ورځې مخکې د پاکستان په يو شمېر ښارونو کې له ځايي لوبـډلو سره د لوبو ترسره کولو په موخه هغه هېواد ته تللې وه.
د کونړ د کرکټ لوبډلې مسوول عبدالله عادل د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوى لوبډله د راولپنډۍ، د پنجاب د راشد لطيف اکاډمۍ او د سند ايالت لوبډلې ته په شل اوريزو سياليو کې ماتې ورکړه.
د کونړد کرکټ منتخبه لوبډله نن له پاکستان څخه بېرته کونړ ته راستنه شوه، چې د کونړ د خلکو، د کرکټ د مينه والو او دولتي چارواکو له خوا يې تود هرکلى وشو.
د کونړ والي سيد فضل الله په دې اړه جوړه شوې غونډه کې له دې لوبډلې سره د يونيم سل زره افغانيو په ارزښت د کرکټ وسايل دغې لوبډلې ته په واک کې ورکړل.
د کونړ والي د دغې لوبډلې د پرله پسې برياوو له امله دکونړ ولس او ځوانانو ته مبارکي وويله او ژمنه يې وکړه، چې د ځوانو لوبغاړو د هڅونې او د کرکټ د بنسټيز پرمختګ په موخه په د کرکټ له ادارې سره لا زياتې مرستې هم وکړي.
د کونړ د کرکټ رييس د عبدالله عادل په وينا، چې د کونړ د ولس او ځوانانو په دعاوو سره کونړ کرکټ لوبډلې کونړ ته دغه ستر وياړ ور په برخه کړ.
د کونړ د کرکټ د لوبډلې مشر خان محمد وايي، چې د لوبو پر مهال لوبغاړو داسې کومه تېروتنه نه ده کړې، چې مقابلو لوبډلو ته چانس په لاس کې ورکړي او زياته يې کړه، چې دغه، يوه بهرني هېواد ته د دوى لومړى سفر وو.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP