ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا پوهنتون په شخړه کې د کونړ يو تن محصل وژل شوى

د پکتيا پوهنتون په شخړه کې د کونړ يو تن محصل وژل شوى

author avatar
25 Oct 2011 - 19:07
د پکتيا پوهنتون په شخړه کې د کونړ يو تن محصل وژل شوى
author avatar
25 Oct 2011 - 19:07

اسعداباد (پژواک ٣ لړم ٩٠): په کونړ کې د سيد جمال الدين افغان پوهنتون او د نورو علمي ادارو سلګونو محصلينو د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې د پکتيا پوهنتون د محصلينو مرګ ژوبله وغندله.

 دغه سوله ييز لاريون نن، په پکتيا پوهنتون کې د امنيتي ځواکونو له خوا پر محصلينو د ډزو او هغوى ته د مرګ ژوبلې اړولو په غبرګون ترسره شو.

 د مسيح الله په نوم يوه محصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تلې په ٢٨مه، ماښام ناوخته د پکتيا پوهنتون د طب پوهنځي رييس خان محمد منګل د نجونو ليليې ته په ناوړه قصد ورغى؛ خو د نجونو له مقاومت سره مخ شو.

 هغه زياته کړه،کله چې د پکتيا پوهنتون محصلينو د هماغې شپې پر سبا د دې پېښې پر ضد لاريون وکړ، نو پر لاريون د امنيتي ځواکونو له لوري ډزې وشوې، چې په ترڅ کې يې يو تن ووژل شو او ٦ نور ټپيان شول.

  هغه وويل، چې وژل شوى محصل عبد الخالق د دلاورخان زوى او د کونړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ د برکنډې د کلي اوسېدونکى و، چې دا مهال يې د پکتيا پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په دوهم ټولګي کې زده کړې کولې.

  لاريون کوونکو د دې محصل د جنازې په مراسمو کې د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره، د دې پېښې د عاملينو د محاکمې غوښتنه وکړه.

  په کونړ کې نن د سيد جمال الدين افغان پوهنتون او نورو علمي موسسو درسي چارې په ټپه درېدلې وې او لاريون کوونکو له دولت او د بشري حقونو له نړيوالو ادارو څخه غوښتنه وکړه، چې د دغې پېښې عاملين د قانون منګولو ته وسپاري.

 لاريون کوونکو پر تورو ټوټو ليکل شوي له ګواښ څخه ډک شعارونه لېږدول او ګواښ يې وکړ، چې که دولت د پېښې عاملين محاکمه نه کړي، نو دوى به خپل درسونه بند او سوله ييزو لاريونونو ته به دوام ورکړي.

 د کونړ د ولايتي شورا رييس حاجي ميا حسن عادل پژواک ته وويل، چې دوى پر دې پېښه ډېر خپه دي او دولت بايد عاملين ژر تر ژره محاکمه کړي.

  هغه وويل: ((موږ پوهنتون ته خپل بچي د زده کړې لپاره لېږو او که د دې لپاره چې د هغوى جنازې راته راوړل شي، دا زموږ لپاره له زغمه وتلى کار دى.))

  نوموړي زياته کړه، چې که دولت د دوى د مړي او د دې پېښې پوښتنه ونه کړي، نو دوى به د قومونو پر مټ د خپلو اولادونو پوښتنه وکړي.

  په کونړ کې د سيد جمال الدين پوهنتون ادارې هم، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا پېښه غندلې او د وژل شوي محصل له کورنۍ سره يې د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ د پېښې د عاملينو د محاکمې غوښتنه کړې ده.

 خو د پکتيا پوهنتون اداري مرستيال سيدمحمد مل بيا وايي، چې پر محصلينو ډزې د دوى په منځ کې د يوه وسله وال له خوا شوې دي.

  هغه وويل، چې په دې پېښه کې امنيتي ځواکونه هېڅ لاس نه لري. نوموړى ومنله چې په دې پېښه کې شپږ تنه ټپيان شوي او پېښه دا مهال تر څېړنې لاندې ده.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.