کابل (پژواک ٤ لړم ٩٠): د کورنيو چارو وزارت د کابل ولايت په مربوطاتو کې د يوې اندازې مهماتو د کشف خبر ورکړ.
په هغې خبرپاڼه کې چې نن (د لړم ٤ مه) د کورنيو چارو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي، چې دغه مهمات د خاکجبار، شکردرې، فرزې او بګراميو له ولسواليو څخه لاسته راغلي دي.
د سرچينې په وينا، په دغو مهماتو کې د بي ام يو دوه مرمۍ، د ٨٢ ملي متري توپ دوه مرمۍ، د منځني هاوان ٢٢ مرمۍ، د پيکا ٥١٨ مرمۍ له شريد سره، د وسايطو ضد دوه ماينونه، دوه سمتي تلويزيوني ماينونه، ١٩ لاسي بمونه او ٥٦٨ بېلابېلې مرمۍ شاملې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مهمات د کابل د ١٠١ اسمايي زون د استخباراتو د عمومي مديريت د کارکوونکو د اوپراتيفوي فعاليتونو په پايله کې لاسته راغلي دي.
خو سرچينې د مهماتو د نيولو د کره وخت او دا چې د ګټې اخيستې وړ دي او که نه، معلومات نه دي ورکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دغه مهمات د ورانکارۍ د کړنو لپاره په پټنځايونو کې ځاى پر ځاى شوي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن