کندهار (پژواک ٨ لړم ٩٠): د کندهار د حج او اوقافو رييس د ماين په يوه چاودنه کې ټپي شو.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي د لړم په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د حج او اوقافو پر رييس مولوي نورالعزيز دا چاودنه نن غرمه په شاوخوا ١٢بجو او ٣٠دقيقو وشوه.
هغه زياته کړه، چې دغه چاودنه د کندهار د مرکز اړوند د شوراندام په سيمه کې وشوه، چې له امله يې نوموړى له يوه ملګري سره ټپي شو.
ايوبي زياته کړه، چې د حج او اوقافو رييس دغه مهال د کندهار ميرويس روغتون ته وړل شوى، خو د روغتيايي حالت په اړه يې څه ونه ويل.
مولوي نورالعزيز، چې د وسلوالو طالبانو له لوري د کندوز د والي په توګه ټاکل شوى و، تېر کال په کندهار کې له دولت سره يوځاى او د دغه ولايت د حج او اوقافو د رييس په توګه وټاکل شو.
پر مولوي نورالعزيز يوه اونۍ وړاندې هم د کندهار په پنجوايۍ ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماين چاودنه شوې وه، خو نوموړي ته په کې زيان نه و اوښتى.
د يادونې ده، چې له دې مخکې هم د کندهار د حج او اوقافو دوه رييسان د وسلوالو طالبانو له لوري وژل شوي دي.
خو د نننۍ چاودنې په اړه وسلوالو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن