Language

فرانسې د اوږدمهاله همکاريو سند افغانستان ته وسپاره

کابل (پژواک ٨ لړم٩٠): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې فرانسې، افغانستان ته د اوږدمهاله همکاريو لومړنى سند سپارلى او تمه ده، چې د بن تر دويم کنفرانس مخکې لاسليک شي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې د خبري ناستې پرمهال وويل، چې ياد شوى سند د فرانسې د بهرنيو چارو وزير الن ژوپې، خپل افغان سيال زلمي رسول ته چې فرانسې ته په دوه ورځني رسمي سفر تللى و، سپارلى دى.

زلمى رسول د روانې مياشتې په څلورمه او پنځمه په فرانسه کې و.

موسي زي وويل، چې د ياد شوي سند په لاسليک سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په امنيتي، فرهنګي، سياسي او پوهنيزو برخو کې لا ټينګې شي.

 د ده په وينا، په لومړي سر کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله همکاريو سند د پنځو کلونو لپاره وي او وروسته به د دواړو هېوادونو په موافقه وغځېږي.

د فرانسې ولسمشر نيکولاى سارکوزي، د روان کال د چنګاښ په يويشتمه، کابل ته په خپل لومړني سفر کې له ولسمشر حامد کرزي سره، موافقه وکړه چې فرانسې ته به په بېرته ستنېدو سره له خپلو دولتي همکارانو وغواړي، چې له افغانستان سره يو پنځه کلن پرمختيايي پلان جوړ کړي.

سارکوزي ويلي و، چې افغان ځواکونو ته د مسووليتونو له لېږد سره سم به له افغانستان سره د فرانسې د پوځي مرستو بڼه بدلون ومومي او مرستې به يې د پوهنې، کرنې، اقتصاد، روغتيا او حکومتدارۍ پر برخو متمرکزې شي.

فرانسه په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې څه دپاسه ٣٧٠٠ سرتېري لري، چې د کابل په سروبي او کاپيسا ولايت کې مېشت دي او له ٢٠٠٢ زېږديز کال راهيسې يې په افغانستان کې ٧٥ سرتېري وژل شوي دي.

فرانسې ويلي، چې په روان کال کې به له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو په وېستلو پيل وکړي، د کال تر پايه به ٤٠٠ سرتېري وباسي او دغه لړۍ به له ٢٠١٤ زېږديز کال څخه مخکې پاى ته ورسېږي.

افغانستان څه موده مخکې له هند سره هم د ستراتيژيکو همکاريو سند لاسليک کړ او ټاکل شوې ده، چې له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو د سند په اړه د روانې مياشتې په وروستيو کې په دوديزه لويه جرګه کې بحث وشي.

موسى زي نن په خبري ناسته کې وويل، ټاکل شوې ده چې ولسمشر حامد کرزي د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ترکيې ته لاړ شي او هلته د افغانستان، پاکستان او ترکيې د مشرانو په درې اړخيزه ناسته کې ګډون وکړي.

 هغه که څه هم د افغان پلاوي د تګ کره نېټه ونه ښوده، خو ويې ويل چې درې اړخيزه ناسته به د روانې مياشتې (لړم) په لسمه جوړه شي.

 ده وويل، چې په دې ناسته کې به د درېيو هېوادونو ترمنځ د شته اقتصادي، سياسي او امنيتي همکاريو پر پراختيا خبرې وشي.

 د هغه په وينا، کرزى او ورسره پلاوى به د درې اړخيزې ناستې په بله ورځ د استانبول په کنفرانس کې ګډون وکړي.

 ټاکل شوې ده، چې د استانبول د سيمه ييزو همکاريو کنفرانس د سيمې او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د امنيت د ټينګښت په لاره کې د همکاريو د پراختيا لپاره د باور فضا د پيدا کېدو په موخه د راتلونکې زېږديزې مياشتې په دويمه د ترکيې  په استانبول ښار کې جوړ شي.

 موسى زي دا هم وويل، چې د افغانستان لپاره د بن په دويم نړيوال کنفرانس کې به د افغانستان د مدني ټولنې دوه استازي هم د افغان پلاوي په چوکاټ کې ګډون وکړي.

 ټاکل شوې ده، چې دغه کنفرانس د روان زېږديز کال د ديسمبر په پنځمه د المان په بن ښار کې جوړ شي.