کابل (پژواک ١٠ لړم ٩٠): د پوهنې وزارت، د کار ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت او د حرکت موسسې تر منځ د ١،٤ ميليونه ډالرو تړون لاسليک شو.
دغه تړون نن (د لړم ١٠مه) د يوه نوي انسټيټيوټ د جوړېدو په موخه په يوه خبري غونډه کې لاسليک شو، چې د پوهنې وزارت تخنيکي او مسلکي مرستيال محمد اصف ننګ، د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د بشري قواوو عمومي مشر او د کار د معينيت سرپرست خيرمحمد نيرو او د حرکت موسسې سرپرست چانس زيلينګا په کې ګډون کړى وو.
د پوهنې وزارت تخنيکي او مسلکي مرستيال محمد اصف ننګ وويل، دوى په نظر کې لري، چې د خوراکي توکو د پروسس، د هوټل منجمنټ، ګرځندوى، د غاليو اوبدل او د اورګاډي د پټلۍ په برخو کې د دولسم ټولګي فارغين په مسلکي ډول وروزي.
هغه زياته کړه، چې په دې پروګرام کې به ٥٠ سلنه د پوهنې وزارت او ٥٠ سلنه د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت برخه لري.
نوموړي وويل: ((له دې پروګرام سره به د دواړو وزارتونو ترمنځ زيات نږدېوالى راشي او په زرګونو ځوانانو ته به د کار او مسلکي زده کړو زمينه هم برابره شي.))
د شهيدانو او معلولينو وزارت د بشري قواوو عمومي مشر او د کار د معينيت سرپرست خيرمحمد نيرو وويل، چې د دغه پروګرام د ښوونکو روزنه او نصاب چاپول د پوهنې وزارت اړوند دي او د کار د مارکېټ سروې، احصايه او د سټنډرډونو جوړول په دوى په پورې اړه لري.
هغه زياته کړه، چې د دغه پروګرام لومړى دوره ٣٣ مياشتۍ ده، چې په دې موده کې به جوړېدونکى انسټيټيوټ د لومړۍ دورې فارغين ورکوي؛ خو دوى د فارغينو شمېره په ډاګه نه کړه.
د حرکت موسسې مشر چانس زيلينګا وويل، چې په اوس وخت کې زياتره افغان ځوانان بې کاره دي او له دغه پروګرام سره به زيات شمېر ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.
د هغه په خبره، د حرکت موسسې مالي ملاتړ د بريتانيې له خوا کېږي او له افغان حکومت سره د ظرفيت لوړونې په برخه کې مرسته کوي.
د يادونې وړ ده، چې دا لومړى ځل دى، چې په افغانستان کې په يادو شويو برخو کې په مسلکي او اکاډميک ډول کسان روزل کېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن