استانبول (پژواک ١١ لړم ٩٠): د سوېلي اسیا او منځني ختیځ لپاره د انګلستان د پراختيايي چارو وزیر او د استانبول د کنفرانس ګډونوال، د ترکيې له پروسې ملاتړ کوي او وايي، چې دغه پروسه د سيمې، په ځانګړې ډول د افغانستان د ثبات لپاره لوى اهميت لري.
تېره ورځ د ترکيې په استانبول ښار کې د افغانستان، پاکستان او ترکيې د ولسمشرانو او چارواکو درې اړخيزې ناستې جوړې شوې او دا شپږم ځل و، چې په ترکيه کې د يادو هېوادونو درې اړخيزې غونډې جوړيږي.
د افغانستان ولسمشر د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د روانې مياشتې په نهمه په ياده درې اړخيزه غونډه او د استانبول د سیمه ییزو همکاریو په کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللى دى.
د استانبول کنفرانس د سيمې او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د امنيت د ټينګښت په لاره کې د همکاريو د پراختيا لپاره د امريکا، فرانسې، انګلستان، هندوستان، پاکستان، ايران او د منځنۍ اسيا هېوادونو د استازو په ګډون دغه مهال روان دى.
ترکي چارواکو ويلي، چې د غونډو دغه لړۍ به پر يوه پروسه بدله او په راتلونکې کې به هم دوام وکړي، تر څو له لارې يې د سيمې د هېوادونو ترمنځ همکارۍ پراختيا ومومي او د ثبات په برخه کې د هېوادونو کړنې وڅارل شي.
ياد شوي بريتانوي چارواکي الیستا ایربورت (alista ir burt) نن په استانبول کې له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال هیله وښوده، چې د افغانستان د حکومت په غوښتنه نړیواله ټولنه به د استانبول له پروسې ټینګ ملاتړ وکړي .
دى وايي، چې د افغانستان ثبات او امنيت د سیمې لپاره مهم دی او د افغانستان د ثبات لپاره ګاونډي هېوادونه کلیدي رول لوبولای شي .
د هغه په وينا، په استانبول کې د پاکستان او افغانستان د ولسمشرانو ترمنخ مهمه ناسته وشوه او پاکستاني چارواکو ویلي، چی د استانبول په پروسه کې به ونډه اخلي .
هغه وايي، چې په سیمه، په ځانګړې توګه په افغانستان او پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه، چی دواړه هېوادونه ترې زیانمن شوي، ګډه ستونزه ده او په دې برخه کې د يادو دواړو هېوادونو ترمنځ ټینګې همګارۍ ته اړتیا شته .
دى وايي، چې انګلستان په افغانستان کی د سولې له پروسې ملاتړ کوي او له ۲۰۱۴ کال وروسته به انګلستان د افغان پوځيانو په روزنه او نورو بېلابېلو برخو کی خپلو همکاریو ته دوام ورکړي .
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن