ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا د مستوفيت په عوايدو کې زياتوالى راغلى

د پکتيکا د مستوفيت په عوايدو کې زياتوالى راغلى

author avatar
7 Nov 2011 - 10:56
د پکتيکا د مستوفيت په عوايدو کې زياتوالى راغلى
author avatar
7 Nov 2011 - 10:56

ښرنه (پژواک ١٦ لړم ٩٠): سره له دې، چې د پکتيکا د مستوفيت په سلو کې اتيا مامورين کم دي، خو بيايې هم عوايد د نورو کلونو په پرتله زيات شوي دي.
دا خبره د پکتيکا مستوفي حاجي محمدظاهر وفا له پژواک سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړه.
وفا وويل، چې د دغې ادارې په تشکيل کې ۸۰ مامورين دي، خو اوس يوازې ۱۲ مامورين لري او نور بستونه يې ټول تش دي.
نوموړي که څه هم د مامورينو کمښت د خپلې ادارې تر ټولو لويه ستونزه وبلله، خو ويې ويل، چې په عوايدو کې يې، په تېر ۱۳۸۸ کال کې د ماليې وزارت له لورې تر ورکړل شوي هدف ۷،۵ ميليونه افغانۍ او په ۱۳۸۹ کال کې تر ورکړل شوي هدف ۱۵،۵ ميليونه افغانۍ او د روان کال په تېرو ۶ مياشتو کې تر تېرکال شاوخوا پنځه ميليونه افغانۍ زياتوالى راغلى دى.
د هغه په وينا، سږ کال تر اوسه د ۲۸ ميليونو افغانيو په شاوخوا کې عوايد لري او کېداى شي چې د کال تر وروستيو دغه عوايد نور هم زيات شي او ان د تېرکال په پرتله دوه برابره شي.
وفا وويل، چې دغه عوايد د شخصي شرکتونو، دوکانونو ملکيتونو او له يو شمېر نورو مالي سرچينو څخه د ماليې د منظمو راټولولو له کبله ډېر شوي دي.
وفا د دغه برياليتوب راز د مستوفيت د کاري ډلې ښه خدمت او د قانون په چوکاټ کې د دندو ترسره کېدل ياد کړل.
نوموړى زياته کړه، چې که څه هم د پکتيکا د مستوفيت اداره د۸۰ مامورينو له تشکيل څخه يواځې ۱۲ فعال مامورين لري او د مرکز او ټولو ولسواليو د عوايدو راغونډولو ترڅنګ يو شمېر نور اړوند رسمي کارونه هم پر مخ وړي، خو بيا هم دا لويه لاسته راوړنه ده.
ظاهر وفا وويل، چې يواځې د دوى په اداره کې نه، بلکې د پکتيکا ډېرى ادارې له ورته ستونزې سره مخ دي.
د هغه په خبره، په پکتيکا کې د لوستو کسانو شمېر کم دى او که شته هم په نورو ولايتونو کې دندې لري او د نورو ولايتونو مامورين د يو شمېر ستونزو له امله دغه ولايت ته زړه نه ښه کوي.
نوموړي وويل، چې که د دوى تشکيل پوره شي او په ټولو ولسواليو کې ماليه او ټيکس او د ګمرک عوايد راغونډکړاى شي، نو عوايد به يې څلور برابره نور هم زيات شي.
د دې ادارې د عوايدو مدير حاجي محمدشاه هم له پژواک سره په خبرو کې د دغه رياست د مامورينو کمښت ستره ستونزه وبلله او زياته يې کړه، چې هر مامور يې د ورسپارل شوې دندې ترڅنګ په اداره کې اضافه نورې دندې هم پر مخ بيايي.
نوموړي وويل، سره له دې، چې په يوه ولسوالۍ کې هم د عوايدو د را ټولولو مامورين نه لري خو بيا يې هم عوايد کال پر کال لوړيږي.
د محمدشاه په خبره، پخوا به سوداګرو، هټۍ والو او د شرکتونوخاوندانو د ماليې ورکولو ته زړه نه ښه کاوه، خو اوس چې د دولت حاکميت پراخيږي، نو خلک د ماليې ورکولو ته اړ او ورسره د دوى عوايد هم لوړ شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.