ښرنه (پژواک، ١٧ لړم ٩٠): د پکتيکا ولايت د سرروضې ولسوال له خپلو پنځو ساتونکيو سره د يوه ماين چاودنې له امله ټپي شو، چې د ولسوال روغتيايې حالت نازک ښودل شوى دى.
د پکتیکا ولایت د مطبوعاتي دفتر مسوول مخلص افغان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمه مهال د سرروضې ولسوال محمد اکبرموټر ددغې ولسوالۍ د سرروضې په کلي کې د لويې لارې پر سر پر ځاى پر ځاى شوي ماين وخوت.
افغان زياته کړه، چې ددې چاودنې له امله ولسوال له خپلو پنځو ساتونکيو سره ټپي شوى دى.
هغه وايي، چې ټپيان د پکتيکا مرکز ښرنه کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو(ايساف) روغتیایي مرکز ته لیږدول شوي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ، د څلورو ساتونکيو ټپونه برسېرن دي، خو د سرروضې ولسوال او یوه ساتونکي روغتیایي حالت يې نازک بلل شوی دی.
د سرچيني په وينا، د پکتيکا والي مُحب الله صمیم پېښه په سختو ټکو غندلې او ویلي يې دي: (( د هېواد، د سولې او اسلام دښمنانو په هر وخت کې زموږ د هېوادوالو وینې تویې کړې دي او نه مو پرېږدي، چې هېواد ته خدمت وکړو.))
د پکتیکا ولایت د مطبوعاتي دفتر مسوول وايي، چې په سيمه کې د يادې پېښې په اړه پلټنې روانې دي، خو د پېښې په تور تر دې مهاله څوک نه دي نيول شوي .
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP