ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې استراليايي سرتېري ټپيان شول

درې استراليايي سرتېري ټپيان شول

author avatar
9 Nov 2011 - 11:18
درې استراليايي سرتېري ټپيان شول
author avatar
9 Nov 2011 - 11:18

ترينکوټ (پژواک ١٨ لړم ٩٠): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د ملي اردو يوه سرتېري درې استراليايي سرتېري ټپيان کړل.

د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان عبدالحميد وردګ د دغه مطلب په څرګندولو سره نن (د لړم ١٨مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه د ترينکوټ ښار اړوند د مهراباد په چرمستان نومې سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي وويل، بريد کوونکى له ورسره وسلو او د ملي اردو له يوه موټر سره په تېښته بريالى شوى دى.

د استراليا د پوځ لوى درستيز ډګر جنرال ډېويډ هرلي د دغه هېواد په پلازمېنه کانبيرا کې د يوې خبري غونډې پر مهال د يادې پېښې پخلي وکړ.

ده وويل، چې بريد د ارزوګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د استراليايي ځواکونو په يوه اډه کې د لاسي بمونو او سپکې وسلې په وسيله ترسره شوى دى.

هغه وايي، چې په دغه بريد کې دوه افغان سرتېري هم ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې مياشتې په ٧مه نېټه هم په اروزګان ولايت کې يوه تن، چې د ملي اردو جامې يې په ځان کې وې، پر استراليايي سرتېرو بريد وکړ، چې له امله يې درې استراليايي سرتېري او يو افغان ژباړونکى ووژل شول.

استراليا په افغانستان کې ١٥٥٠ سرتېري لري، چې په اروزګان ولايت کې مېشت دي او تر اوسه يې ٣٢ سرتېرې وژل شوي دي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.