کابل (پژواک ١٨ لړم ٩٠): د حج په مراسمو کې ١٣ افغان حاجيان وفات او ١٦ نور ټپيان شوي او ټاکل شوې، چې هېواد ته د افغان حاجيانو د راتلو لړۍ د راتلونکې جمعې په شپه پيل شي.
دغه څرګندونې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست او اداري مرستيال ډاکتر داعي الحق عابد د لړم په ١٨مه، په کابل کې خبريالانو ته وکړې.
ده وويل، چې ياده مرګ ژوبله د ناروغيو او ترافيکي پېښو له امله رامنځته شوې ده.
سيدمحمد د رحمت الله زوى د کندوز ولايت اوسېدونکى، بي بي هوا د جوانمرد لور د بغلان اوسېدونکې، محمدنادر د اميرخان زوى د ميدان وردګو اوسېدونکى، نجيب الله د رحمت الله زوى د نورستان اوسېدونکى، خيرمحمد د محمدقربان زوى د غزني اوسېدونکى، عبدالمجيد د عبدالرووف زوى د بلخ اوسېدونکى، محمدنعيم د محمدامين زوى د کابل اوسېدونکى، محمدشاه د اميرشاه زوى د پکتيکا اوسېدونکى، عبدالرزاق د عبدالله زوى د کندهار اوسېدونکى، حسام الدين د بهاوالدين زوى د ننګرهار اوسېدونکى، بي بي هوا د سيدمحمد لور د فراه اوسېدونکې، عبدالرحيم د خيرمحمد زوى د کندهار اوسېدونکى او سلطان محمد د نورستان ولايت اوسېدونکى په وفات شويو کسانو کې شامل دي.
نوموړي د ټپيانو نومونه ياد نه کړل، خو د هغوى روغتيايي حالت يې ښه وباله.
تېر کال د حج په مراسمو کې ٢٩ افغان حاجيان د ناروغيو او ترافيکي پېښو له امله مړه او ٩ نور ټپيان شوي وو.
دغه راز عابد په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې له سعودي عربستان څخه به هېواد ته د افغان حاجيانو د راستنېدو لومړۍ الوتنه د راتلونکې جمعې پر شپه ترسره شي.
نوموړي وويل، تمه ده چې د حاجيانو د راستنېدو دغه لړۍ له ٢٥ ورځو تر يوې مياشتې بشپړه شي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، سږ کال له افغانستان څخه د حج د فريضې د ادا کولو لپاره ٣٠ زره او ٥٥ تنه سعودي عربستان ته تللي او دغه هېواد ته د لېږد لړۍ يې د تلې په ١١مه پيل شوې وه.
عابد په ياده خبري ناسته کې دا هم وويل، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ځينې کسان د حج د مراسمو په پلمه د کيسه بورۍ (غلا) لپاره سعودي عربستان ته ځي، چې سږ کال د حج په مراسمو کې د نورو هېوادونو د اتباعو ترڅنګ ١١ افغانان هم په همدغه تور نيول شوي دي.
هغه وويل، چې د يادو ١١تنو برخليک به د سعودي حکومت ټاکي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، تېر کال هم د حج په مراسمو کې په همدغه تور ٤٥ افغانان نيول شوي وو، چې دغه مهال د سعودي عربستان په زندانونو کې پراته دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP