جلال اباد (پژواک ٢٤ لړم ٩٠): د ننګرهار امنيه قوماندانۍ په ګوشتې او سپين غر ولسواليو کې ١٣تنه د کوکنارو کرلو او ٤ نور د دولتي ځمکې د غصب په تور ونيول.
د سپين غر ولسوال انجنير شکرالله دراني د لړم په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار يې د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې ١٠ کروندګر لاس په لاس په خپلو ځمکو کې د کوکنار کرلو پر مهال نيولي او امنيه قوماندانۍ ته يې سپارلي دي.
هغه زياته کړه، چې څو ځلې يې په لويو غونډو کې له خلکو ليکلې ژمنې ترلاسه کړې، چې کوکنار به نه کري.
د نوموړي په وينا، په دې ولسوالۍ کې به هېچاته د يوه بوټي کوکنار کرلو اجازه هم ورنه کړي.
د ګوشتې ولسوال حاجي سيدرحمن پژوا ک ته وويل، چې تېر مازديګر يې د دغې ولسوالۍ د څپرې په سيمه کې د کوکنارو کرنې پر مهال ٣ کروندګر نيولي او څارنوالۍ ته يې سپارلي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د يوې خبر پاڼې له مخې دعوه کړې، چې د جلال اباد ښار په څنډو کې يې ٤ تنه د دولتي ځمکې د غصب پر مهال نيولي او د پوښتنو لپاره يې امنيه قوماندانۍ ته ور وړي دي.
د يادونې ده، چې د کوکنارو د کر د موسم له پيل څخه راهيسې دغه دويم ځل دى، چې د ننګرهار پوليس د کوکنار کرلو په تور ګروندګر نيسي.