ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوديزې جرګې ځينې غړي: امريکا ته دې په مشروط ډول اډې ورکړل شي

author avatar
17 Nov 2011 - 17:32
author avatar
17 Nov 2011 - 17:32

کابل (پژواک ٢٦ لړم ٩٠): د دوديزې لويي جرګې يو شمېر غړي وايي چې د افغانستان د شرايطو په منلو سره دې، په هېواد کې امريکا ته پوځي اډې ورکړل شي.

 له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو او د دولت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو پر ميکانېزم د مشورو په موخه، په کابل کې دوديزه لويه جرګه تېره ورځ د څه باندې ٢٠٠٠  کسانو په ګډون پيل شوه او ټاکل شوې ده، چې څلور ورځې دوام وکړي.

 احمدا ګل کوچى چې د کوچيانو په استازيتوب په دې جرګه کې ونډه لري، نن  پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې شرط بايد په هېواد کې امريکايانو ته پوځي اډې ورکړل شي، چې امريکايان خپلسري عمليات او د شپې له خوا د کورونو پلټل بند کړي او په افغانستان کې خپل زندانونه وتړي.

 د ده په اند، د پوځې اډو په ورکولوسره به په هېواد کې امنيت ټينګ او اقتصادي پرمختګ به رامنځ ته شي.  

 هغه زياتوي: ((افغانستان په اوسني وخت کې په ډېرو ستونزو کې راګير دى او په دغه شان وخت کې يو قوي ملاتړ ته اړتيا لري.))

 د دوديزې او ولسي جرګې غړى ګل بادشاه مجيدي هم، په هېواد کې د امريکا د پوځي اډو له جوړېدو سره په مشروط ډول موافق دى.

 مجيدي وايي، چې په دې شرط بايد امريکايانو ته پوځي اډې ورکړل شي، چې دغه اډې په هوايي ډګرونو او د استوګنې په سيمو کې نه وي.

 هغه زياتوي: ((که دوى زموږ هوايي ډګرونه د پوځي اډو په توګه نيسي، بايد بديل يې موږ ته جوړ کړي.))

 دى هم په دې اند دى، چې امريکا ته د اډو تر ورکولو وروسته به افغانستان له سياسي او  اقتصادي پلوه پرمختګ وکړي.

 مجيدي وايي، امريکا په افغانستان کې د اډو د جوړېدو په صورت کې دې ته اړ کېږي، چې له افغانستان سره مرستې وکړي.

 خو هغه ټينګار کوي، چې دغه اډې بايد د افغانستان په سرحدي سيمو کې وي، ځکه چې د ده په وينا، ترهګر له سرحدي سيمو څخه هېواد ته راځي او بايد امريکا يې مخه ونيسي.

 مجيدي په دې اړه چې ځينې ګاونډې هېوادونه په افغانستان کې د امريکا له پوځې اډو سره مخالف دي؟ وويل: ((افغانستان خو د همدې ګاونډيو هېوادونو بې ځايه مداخلو دې ته اړ کړ، چې له امريکا سره ستراتيژيک تړون لاسليک او هغوى ته اډې ورکړي، که نه د يو مسلمان ضمير هم دا نه مني، چې دلته دې چاته اډې ورکول شي.))

  هغه زياته کړه، چې امريکا ته د پوځي اډو په ورکولو سره به د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنه هم تر ډېره بريده کمه شي.

 په دوديزه لويه جرګه کې د غزني استازى امان الله کامراني هم وايي، چې په هېواد کې بايد امريکا ته پوځي اډې ورکړل شي؛ خو امريکا بايد اړ کړل شي، چې په سياسي، ټولنيزو، اقتصادي او پوځي برخو کې له افغانستان سره مرستې وکړي.

 خو کامراني وايي، چې په افغانستان کې د امريکا د پوځي اډو لپاره بايد وخت وټاکل شي. 

 پرون ولسمشر حامد کرزي هم يادې شوې جرګې ته په پرانېستې وينا کې، له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د شرايطو په اړه وويل، چې په هېواد کې د امريکا او ناټو له خوا د خلکو د کورونو پلټنې، د شپې عمليات او د افغانستان له ادارو سره موازي ادارې جوړېدل، نه مني.

 دغه راز ده زياته کړه، چې په افغانستان کې بايد بهرني زندانونه وتړل شي او زندانيان يې افغان حکومت ته وسپارل شي. 

هغه وويل، چې د ستراتيژيکو همکاريو لپاره د امريکا په غوښتنو کې، په افغانستان کې د دغه هېواد پوځي تاسيسات هم شامل دي؛ خو زياته يې کړه چې افغانستان به يې په دې شرط ومني، چې له ګټو سره يې سمون ولري او د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه شي.

کرزي ټينګار وکړ، چې د افغانستان او امريکا تر منځ اړيکې بايد د دوو خپلواکو هېوادونو په توګه وي او زياته يې کړه: ((په هر عنوان د ملي حاکميت تثبيت غواړو او له همدا نن يې غواړو.))

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.