ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي ځواکونو له وسلوالو مخالفينو څخه د څلورو سيمو د نيولو خبر ورکړ

امنيتي ځواکونو له وسلوالو مخالفينو څخه د څلورو سيمو د نيولو خبر ورکړ

author avatar
18 Nov 2011 - 11:14
امنيتي ځواکونو له وسلوالو مخالفينو څخه د څلورو سيمو د نيولو خبر ورکړ
author avatar
18 Nov 2011 - 11:14

 اسعداباد( پژواک ٢٧ لړم ٩٠ ): افغان امنيتي ځواکونه وايي چې په کونړ او نورستان  ولايتونو کې پيل شوې عمليات دوام لري  او تراوسه يې څلور سيمې له وسلوالو  مخالفينو څخه  نيولې دي.

 دکونړ په ناړۍ او د نورستان په کامدېش ولسواليو کې  د “توفان فولاد” په نوم دغه عمليات تېره  ورځ پيل شوي دي .

 چارواکيو ددې عملياتو موخه د وسلوالو مخالفينو د ځپلو تر څنګ  د سرحدي پوستو پياوړي کول ښودلي  دي .

 د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو د دويمې لوا وياندجګړن شيرين اقا وايي ، چې په دې عملياتو کې  تر دې دمه د ناړۍ بريکوټ او باغچې سيمې او دکامدېش د ګورديش او چنارخوړسيمې يې له وسلوالو مخالفينو څخه نيولې دي .

 دغه سيمې شاوخوا درې مياشتې مخکې وسلوالو مخالفينو نيولې وې .

 شيرين آقا  وايي چې په يادو عملياتو کې د دې  سيمو پر لويو لارو  د وسلوالو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوي ماينونه هم له منځه وړل  شوي دي .

 شيرين اقا وويل چې په دې عملياتو کې تراوسه چا ته زيان نه دى اوښتى او وسلوالو مخالفينو له لږ مقاومت وروسته يادې سيمې پرې اېښې دي .

 هغه وويل چې  په نيول شويو سيمو کې سرحدي پوليس په خپلو پخوانيو پوستوکې ځاى پر ځاى شوي دي. 

 د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دا سيمې وسلوالو طالبانو  د ژمي د رارسېدو او  سړې هوا له امله پرې اېښې دي، ځکه چې په ژمي کې ددې غرنيو سيمو اکمالات ستونزمن وي .

 دغه راز ده وويل چې طالبان امنيتي  پوستې  دولت ته د تاوان اړولو په موخه نيسي او د ساتلو پلان يې نه لري .

 نوموړي  ادعا کوي ، چې دنورستان ولايت د کامديش ولسوالۍ کې يې ٥تنه سرحدي پوليس وژلي  او د چنار په سيمه کې يې د پوليسو يو رينجر موټر په ماين الوځولي چې له امله يې ٦تنه پوليس وژل شوي دي.

   د ناړۍ اونورستان يادې سيمې د ډيورند د کرښې هغه خوا چترال سره پوله لري .

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.