ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ماين چاودنې څلور ملکي وګړي ووژل

author avatar
18 Nov 2011 - 13:42
author avatar
18 Nov 2011 - 13:42

ترينکوټ (پژواک ٢٧ لړم ٩٠) : په اروزګان  ولايت کې د سړک د غاړې ماين په چاودنه کې يو سپين ږيرى او درې کوچنيان  ووژل شول .

 د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو د اروزګان د مرکز ترينکوټ اړوند د نچين په کلي کې رامنځته شوه.

 د هغه په وينا، چاودنه په يو باروړونکي موټرسايکل ( زرنج ) وشوه او په کې وژل شوي کوچنيان ټول هلکان دي، چې له ياد شوي  سپين ږيري سره د ترينکوټ له ښار څخه د خپل کلي نچين پر لور روان وو.

 ده ددې چاودنې پړه پر وسلوالو طالبانو واچوله او ويې ويل، چې په اروزګان کې پر سړک تل وسلوال طالبان ماينونه  ځاى پر ځاى کوي.

 خو وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.