ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسيې له امريکا په افغانستان کې د پوځي اډو په اړه سپيناوى وغوښت

روسيې له امريکا په افغانستان کې د پوځي اډو په اړه سپيناوى وغوښت

author avatar
22 Nov 2011 - 12:13
روسيې له امريکا په افغانستان کې د پوځي اډو په اړه سپيناوى وغوښت
author avatar
22 Nov 2011 - 12:13

کابل (پژواک،د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٠): د روسيې د بهرنيو چارو وزير له امريکا څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د خپلو پوځي اډو په اړه سپيناوى وکړي.

 د امريکا متحده ايالاتونه غواړي، چې له افغانستان سره د يو تړون په چوکاټ کې ستراتيژيکې اړيکې ولري او د دغه تړون له مخې په افغانستان کې پو‌ځي اډې جوړې کړي.

د همدغه تړون لپاره ولسمشر حامد کرزي د مشورې غوښتلو په موخه دوديزه لويه جرګه را وغوښته، چې د لړم په ٢٥مه په کابل کې پيل او په ٢٨مه يې پاى ته ورسېده.

دوديزې لويې جرګې له څلورو ورځو بحثونو وروسته د يوه ٧٦ ماده ييز پرېکړه ليک په صادرولو، د امريکا او افغانستان تر منځ له ستراتيژيک تړون سره مشروطه موافقه اعلان کړه.

که څه هم د پاکستان او ايران په ګډون يو شمېر ګاونډيو هېوادونو له دغه تړون سره مخالفت ښوده، خو اوس روسيې هم له امريکا غوښتي، چې په افغانستان کې له ٢٠١٤ کاله وروسته د خپل نظامي شتون او پوځي اډو په اړه سپيناوى وکړي.

د روسيې د باندنيو چارو وزير سرګي لاروف پرون په مسکو کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې په افغانستان کې د امريکا د نظامي اډو په اړه ځينې مخالفتونه شتون لري او روسيه غواړي، چې امريکا د دغو نظامي اډو د څرنګوالي په اړه سپيناوى وکړي.

خو نوموړي دا هم وويل، چې په قانوني توګه دا د امريکا او افغان حکومت ترمنځ خبره ده.

لاروف زياتوي: ((د يوې پراخې سياسي مفکورې له مخې هم په دې ډول حالاتو کې بايد د سيمې د هېوادونو ګټې هم په نظر کې ونيول شي، چې د افغانستان اوسني حالات دغه هېوادونه هم اغېزمن کوي.))

د روسيې د بهرنيو چارو وزير وايي، دا د دوى لپاره ډېره مهمه ده، چې په دې پوه شي، چې امريکا له افغانستان څخه ډول خپل سرتېري باسي او په څه ډول په دغه هېواد کې نظامي اډې جوړوي.

د هغه په وينا، امريکا په داسې حال کې په افغانستان کې د نظامي اډو هوډ لري، چې هغو ويلي وو، چې له ٢٠١٤ څخه وروسته يې په دغه هېواد کې نظامي موخې پاى ته رسېږي.

سرګي لاروف ويلي، چې هېواد به يې په دې اړه له افغانستان او د امريکا له متحدو ايالتونو سره خبرې وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.