ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې اوه ماشومان ووژل شول

د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې اوه ماشومان ووژل شول

author avatar
24 Nov 2011 - 19:17
د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې اوه ماشومان ووژل شول
author avatar
24 Nov 2011 - 19:17

کابل (پژواک ٣ لېندۍ ٩٠) په کندهار کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې نهو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د ژيړۍ ولسوالۍ ولسوال نياز محمد سرحدي نن د (لېندۍ ٣) پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره ورځ غرمه مهال د دې ولسوالۍ په سياچوى کلي کې رامنځ ته شوه، چې ٧ ماشومان په کې ووژل شول او ٢ ټپيان شول.

د ده په وينا، د ژېړۍ ولسوالۍ او سياچوى کلي ترمنځ په پر غځيدلي سړک پنځو تنو وسلوالو طالبانو ماينونه ځاى پر ځاى کول، چې د ايساف ځواکونو له خوا په نښه شول او هوايي بريد يې پرې وکړ.

ولسوال وويل، چې په بريد کې دوه ماين خښوونکي ووژل شول او درېيو تنو يې په نږدې کلي کې ځانونه پټ کړل چې د ايساف ځواکونو ته څار لاندې وو.

هغه وويل، چې په پاتې درېيو تنو د کلي په کوڅه کې دويم هوايي بريد وشو، چې له امله يې د کلي ٧ تنه ماشومان ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

ولسمشر حامد کرزي هم په دغه پېښه کې د ملکي خلکو وژنه سخته غندلې او د څېړنې لپاره يې يو پلاوى ورته ټاکلى دى.

د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه نن پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پلاوي له څېړنو څخه وروسته به افغان حکومت د دوديزې لويې جرګې د مشورو په رڼا کې خپل دريځ څرګند کړي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر کرزي د قربانيانو کورنيو ته د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي دي.

ايساف ځواکونو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.