Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ترافيکي پېښه کې دوه تنه مړه شول

مهترلام: (پژواک ٣ ليندۍ ٩٠): د لغمان ولايت  په مرکز مهترلام کې د يوې ترافيکې پېښې له امله دوه تنه مړه شول.

د لغمان ولايت د ترافيکو مدير سمونيار عبدالصمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر د (ليندۍ ٣ مه ) شاوخوا څلور بجې يو موټرسايکل ، چې له مهترلام څخه د مرکز اړوند د چهل مټيو پر لور روان و، له چهل مټيو سره نږدې د ملي اردو له يوه رېنجر موټر سره وجنګېد.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې پر موټرسايکل دوه تنه سپاره وو، چې دواړه يې ځاى پر ځاى مړه  شوي دي.

د ده په وينا، په دې پېښه کې په رېنجر موټر کې سپرو کسانو ته زيان نه دى اوښتى.

نوموړي وويل، چې د پېښې په تړاو يې د رېنجر موټر چلوونکى نېولى  او دا مهال د لغمان په امنيه قوماندانۍ کې تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دى.

سمونيار عبدالصمد وايي، چې د پېښې لامل تراوسه نه دى څرګندشوى، خو د سيمې اوسېدونکي وايي، چې پېښه د ګړندي تګ له امله رامنځته شوې.

د چهل مټيو د سيمې اوسېدونکي محمدجاوېد پژواک ته وويل، چې موټر سايکل ډېر ګړندۍ روان و او له خپل لاس څخه هم وتلى و، چې له رېنجر سره يې ټکر وکړ.

د لغمان د مُلکي روغتون مشر ډاکټر عبداللطيف وايي، چې دوى ته د پېښې له ځايه دوه مړي راوړل شوي او ټپيان نه لري.

د هغه په وينا، مړي يې دا مهال خپلو وارثينو ته سپارلي دي.

د يادونې ده، چې ځينې خلک وايي، چې د ملي اردو موټر کله ناکله ډېر ګړندي ځي او د خلکو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.