کابل ( پژواک ٤ ليندۍ ٩٠ ) :دکورنيو چارو وزارت او د اروزګان ولايت پوليسو په بېلابېلو عملياتوکې د شپږو وسلوالو مخالفينو د نيولو خبر ورکړ.
د کورنيو چارو وزارت لخوا دليندۍ په ٤مه،پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې پوليسو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په لوګر او خوست ولايتونو کې څلور وسلوال مخالفين نيولي دي.
سرچينې زياته کړې ، چې په دې عملياتو کې يو ميل راکټ، درې ميله کلاشينکوفونه، ١٣٣ پايې ايکم مخابرې، ١٢٥ ماينونه او ٣٠ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي هم لاسته راوړي دي.
بلخوا د اروزګان ولايت امنيه قومانداني وايي چې پوليسو تېره ورځ د چورې ولسوالۍ په سراب سيمه کې دوه وسلوال مخالفين نيولي دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل پژواک ته وويل چې له دې مخالفينوڅخه ٢٠ ماينونه، ٣٠ ريموټونه او ٢٠٠ متره لين هم ترلاسه شوى دى .
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن