Language

چاريکار (پژواک ٦ ليندۍ ٩٠): د پروان ولايت د مرکز چاريکارو د ښار د خواجه سياران د نواباد په سيمه کې ٢٤٠٠ کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شوې.

 د ٣،٥ ميليونو افغانيو په ارزښت د برېښنا جکشن د ٢٤٠٠ کورنيو لپاره په دغې سيمه کې لګول شوى او نن (د ليندۍ ٦مه) ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

 د پروان د برېښنا رييس سلطان احمد عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه جکشن د جاپان د مرستو او د خلکو د لس سلنې په ګډون سره لګول شوى او د ازبکستان له وارداتي برېښنا څخه ګټه اخلي.

 په دغه جکشن کې د ٣٢٠ کيلو واټو په وړتيا برېښنا جريان لري، چې د چاريکارو ښار د خواجه سياران د نواباد سيمې اوسېدونکو ته وېشل کېږي.

 عزيزي وويل، چې تر راتلونکى کال پورې به د چاريکارو د ښار هغو سيمو ته هم برېښنا ورکړل شي، کوم چې اوس له برېښنا څخه بې برخې دي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، اوس مهال له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا ترڅنګ، د چاريکارو د ښار يوه برخه د اوبو له برېښنا څخه ګټه پورته کوي.

 د سيمې اوسېدونکى نويد پژواک ته وويل: ((کلونو کېږي چې برېښنا مو نه درلودله او اوس خوښ يو، چې زموږ کورونو ته برېښنا ووېشل شوه.))

 د نوموړي په وينا، د برېښنا په جريان سره د دوى زياتې ستونزې هوارې شوې او وروسته له دې به د ټلويزنونو خبرونه او خپرونې وګوري.

 د يادونې وړ ده، چې اوس مهال د چاريکاو د ښار نږدې ٤٠ سلنه اوسېدونکي د برېښنا له نعمت څخه بې برخې دي.