قلعه نو (پژواک ٧ ليندۍ ٩٠): د بادغيس د بالامرغاب په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د يوه کمين په ترڅ کې د ملي اردو دوه سرتېرې ووژل شول.
د بادغيس د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام نبي نن (د ليندۍ ٧مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېر ماښام د بالامرغاب ولسوالۍ د اکازي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د ده په وينا، چې د ملي اردو سرتېري د اکمالاتو لپاره د ولسوالۍ مرکز ته تللي وو، خو موټر يې خراب شو او کله پر موټرسايکل باندې په مستري پسې تلل، د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شول.
سرچينې زياته کړې، چې د کمين په دغه بريد کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي دي.
د اکازي کلي يوه قومي مشر ضیاءالدین پژواک ته وويل: «د ملي اردو رينجر موټر د کلي تر څنګ خراب شوى و او هغوى د مستري د راوستو لپاره کلي ته راتلل، چې طالبانو پرې بريد وکړ.»
د ده په وينا، د ملي اردو دوه سرتېري، چې پر موټرسايکل سپاره وو، په دغه بريد کې وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت يو پوليس د بالامرغاب په ولسوالۍ کې هغه وخت د طالبانو له خوا ووژل شو، چې د معاش اخيستو لپاره د ولسوالۍ مرکز ته پر لاره و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن