کابل (پژواک ٧ ليندۍ ٩٠): د ماليې وزارت وايي، په کار ده چې ملي شورا د پراختيايي بوديجې د ښه لګولو په موخه د پراختيايي پروژو د پلي کېدو په برخه کې د وزارتونو پر کړنو څار ډېر کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ١٣٨٩ کال کې د ١١٦،٢ميليارده افغانيو پراختيايي بوديجې شاوخوا ٤٥ سلنه ولګول شوه.
د پراختيايي بوديجې د لږ لګولو ستونزه له تېرو څو کلونو راهيسې شتون لري او ملي شورا هم تل په دې برخه کې د حکومت پر کړنو نيوکه کوي.
د ماليې وزارت وياند عزيز شمس د ليندۍ په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال هم دا ستونزه شتون لري.
د ده د معلوماتو له مخې، د روان کال له ٧٤ ميليارده افغانيو پراختيايي بوديجې څخه تر اوسه، چې د کال څه باندې اته مياشتې تېرېږي، شاخوا ٣٥ سلنه لګول شوې ده.
د ماليې وزارت چارواکي د وزارتونو ټيټه وړتيا، د بوديجې د تصويب ځنډ، امنيتي ستونزې او په هېوادونو کې د امکاناتو د کچې ټيټوالى او له حکومت سره د موازي بهرنيو ادارو شتون او ملي شورا له خوا د وزارتونو پر کړنو د څار کموالى د دې ستونزې لاملونه بولي.
عزيز شمس وويل، ولسي جرګه پرته له دې چې د کال په اوږدو کې پر قطعيې (د بوديجې لګول شوې برخه) بحث کوي، بايد د يوه منظم مهال وېش له مخې د کال په بېلابېلو وختونو کې د وزارتونو چارواکي وغواړي او ورڅخه د هغو پروژو په اړه، چې په کې پراختيايي بوديجه لګول کېږي، پوښتنې وکړي او کړنې يې تر څار لاندې ونيسي.
سرچينې زياته کړه: ((ترڅو چې يوه غټه خبر رامنځ ته نه شي، ولسي جرګه چارواکي نه ورغواړي؛ خو لکه څنګه چې ولسي جرګه د بوديجې په اړه پر ماليې وزارت فشار راوړي، بايد نور وزارتونه هم د بوديجې د لګولو په اړه تر څار لاندې ونيسي.))
د ولسي جرګې دويم منشي فرهاد عظيمي هم د پراختيايي بوديجې لږ لګول، يوه ستره ستونزه بولي.
خو هغه وويل چې ولسي جرګه، وروسته له هغه چې قطعيه ترلاسه کړي، د وزارتونو د پراختيايي بوديجې د لګېدو د څرنګوالي پوښتنه کوي.
شمس وايي چې د پراختيايي بوديجې د لګولو په لاره کې د امنيتي ستونزو د لرې کولو لپاره هم هڅې روانې دي.
د ده د معلوماتو له مخې، شاوخوا درې مياشتې مخکې د وزيرانو شورا پرېکړه کړې، چې د کورنيو چارو وزارت دې په هېواد کې د پراختيايي پروژو د امنيت د تامين په موخه، اضافي تشکيل رامنځ ته کړي.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دغه وزارت په پام کې لري چې د انکشافي پروژو د امنيت د تامين په موخه د دې وزارت د عامه ساتنې رياست، چې په هېواد کې د پراختيايي پروژو د امنيت نيولو مسووليت په غاړه لري، معينيت ته لوړ کړي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، ټاکل شوې ده چې د راتلونکي کب په مياشت کې دغه رياست د معينيت کچې ته لوړ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP