چاريکار (پژواک ٨ مه ٩٠): د پروان ولايت پوليسو تېره شپه د يوې ښځې مړى، چې د ناپېژانده کسانو له لوري په بګرام ولسوالۍ که سوځول شوى و، وموند.
د پروان د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزي مدير سمونمل محمد نن (د ليندۍ ٨مه) پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د يو ې ښځي مړى، چې تر اوسه نه ده پېژندل شوې او د سوځېدو لامل يې هم نه دى معلوم، د پروان–کابل لويې لارې ته څېرمه د بګرام ولسوالۍ د روډ رباط په سيمه کې موندل شوى دى.))
د سرچينې په وينا، چې په اړه د امنيتي ځواکونو له لوري څېړنې پيل شوې او د دې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.
د پروان د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير وويل، چې مړى د پروان ولايت ملکي روغتون ته وړ ل شوى او د زياتو څېړنو لپاره به د کابل عدلي طب ته ولېږدول شي.
يوه عيني شاهد عبدالله توفان، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((سهار وخته کابل ته روان وو، د يوې ښځې مړى مو وليد، چې په اور کې سوځېده، نو سمدلاسه مو پوليس خبر کړل.))
نوموړي زياته کړه، چې ښايي دا ښځه په بل ځاى کې وژل شوي وي او مړي ته يې دلته اور اچول شوى وي.
د پروان د والي وياندې مېرمن روښنا خالد د دې پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک ته وويل: ((مړى ملکي روغتون ته وړل شوى او اټکل کېږي، چې د نورو څېړنو لپاره کابل ته يوړل شي.))
په پروان ولايت کې دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې، د دغه ولايت د استيناف څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په کچه کې د ٤٥ سلنې زياتوالي خبر ورکړى و.
د پروان د څارنوالۍ رياست د معلوماتو له مخې، کومې ښځې چې له تاوتريخوالي سره مخ شوې او يا مخ کېږي، د هغو د دوسيو د څېړولو لپاره، په دغه ولايت کې ځانګړې څارنوالۍ جوړه شوې ده.
Views: 2
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP