Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسعد اباد، مهترلام (پژواک ٨ ليندۍ ٩٠): د کونړ په مرکز اسعداباد ښار کې د يوې لېسې مرستيال، سرښوونکى او يو دوکاندار د غلا په جرم په علني توګه محاکمه او په پنځه پنځه کاله او شپږو مياشتو تنفيذي بند محکوم شول. 

 د فاطمې لېسې مرستيال شاه جهان د دغې لېسې سرښوونکى صالح محمد او خيرالرحمن  د دې لېسې د زده کوونکو لپاره د مرسته شوو غوړو او بيسکېټو د غلا په تور د ښاري محکمې له خوا په علني توګه محاکمه شول.  

 په دې اړه نن د ليندۍ په ٨مه، د استيناف محکمې په ودانۍ کې يوه علني محاکمه جوړه شوې وه، د دوسيې څارنوال احمدشاه الکوزي له قضايي هيئت څخه وغوښتل، چې جرم ثابت دى او بايد مجرمينو ته د جزا قانون د دوه سوه اته شپېتمې، نهه دېرشمې او درې سوه درې اويايمې مادې د درېيم بند د حکم پر بنسټ اوږو د بند سزا واورول شي.

 د ښاري محکمې رييس او د محکمې د پلاوي مشر قاضي محب الله وويل، چې د څارنوال د غوښتنې پر اساس د لېسې مرستيال شاه جهان، سرښوونکى صالح محمد د قضيې اصلي فعالين دي او دوکاندار خيرالرحمن له دوى سره په جرم کې شريک دى.

 هغه زياته کړه چې د پورته يادو شويو مادو د حکم پربنسټ، هر يو پنځه پنځه کاله او شپږو مياشتو تنفيذي بند سزا او هر يو يې د اختلاس شوي مال د تاوان په ورکولو سره نقدي جريمه شول.

 ياد شوي قاضي وويل چې مجرمين حق لري د استيناف غوښتنه وکړه.

 د تورنو مدافع وکيلانو محمد طاهر او بازمحمد د څارنوال غوښتنې او د قضايي هيئت پرېکړه غير عادلانه وبلله او ويې ويل، چې د دوى موکلينو ته دې د جزا د قانون د څلورمې مادې او د اساسي قانون د پنځه ويشتمې مادې د حکم پربنسټ برائت ورکړل شي.

 نوموړو د استيناف غوښتنه وکړه.

 د کونړ د ولايتي شورا رييس حاجي مياحسن عادل دغه ډول محکمې يو نمايش وباله او زياته يې کړه، چې هغوى يواځې غريب او بې وسه خلک محاکمه کوي او هغه خلک چې په سلګونه زره ډالر غلا کوي او ځينې نور لوړپوړي چارواکي چې له خپلو څوکيو نه ناوړه ګټه اخلي، څوک د هغوى د نيولو او محاکمه حق نه لري.

 د هغه په وينا، په کونړ کې چې څومره علني محاکمې شوي، په دې کې يوه علني محاکمه چې د ښځو چارو رييسې چې د خپلې انګور په قتل تورنه وه، سهي محکمه شوې او په پاتې نورو ټولو کې غريب او بې وسه خلک محاکمه شوي دي، چې دا ډول محاکمې به قاضيانو او څارنوالو ته ډېرې لويې ستونزې راپيدا کړي.

 د اسعداباد ښار يو اوسېدونکى حزب الله روشن بيا وايي، چې دا ډول محاکمې ډېره ګټه لري او له کله نه چې په کونړ کې علني محاکمې پيل شوي، د جرمونو کچه تر ډيره کمه شوې ده.

 د يوه بل خبر له مخې، نن د لغمان ولايت په مرکز مهترلام کې هم د يوې علني محکمې په ترڅ کې يو تن د قتل خطا په جرم په درېيو کالو حبس محکوم شو.

 دغه علني محاکمه په ښاري محکمه کې جوړه شوې وه؛ څارنوال صالح محمد اکبري محکمې ته وويل چې درې مياشتې مخکې د شريف الله په نوم تورن هوايي ډزې کړې او يوه نجلۍ په خطا سره لګېدلې او مړه شوې وه.

 هغه له قاضي وغوښتل چې له قانون سره سم هغه ته سزا ورکړي.

 قاضي مولوي ظهور الدين مولوي زاده وويل، چې نوموړى د قتل خطا مرتکب شوى او هغه ته يې د درېيو کالو بند سزا ورکړه.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.