مزارشريف (پژواك ۱۰ ليندۍ ۹۰) : د شمال زون امنيتي چارواکي وايي چمتو دي، په دې زون کې له بهرنيو ځواکونو د هغو سيمو امنيتي چارې پرغاړه واخلي، چې د امنيتي چارو د لېږد په دويم پړاو کې شاملې دي.
دا په داسې حال کې ده ، چې افغان ځواکونو د ليږد دويم پړاو نن له پروان ولايت څخه پيل شو.
په دې پړاو کې بلخ ، دايکنډي،تخار،سمنګان،کابل،نيمروز، پروان ولايتونه او د جلال آباد، چغچران ، شبرغان ، فيض آباد، غزني ، ميدان ښار او قلعه نو ښارونه شامل دي.
د بدخشان، هلمند، هرات، ننګرهار، لغمان، سرپل او ميدان وردګ يو شمېر ولسوالۍ هم د لېږد په دويم پړاو کې شاملې دي.
د شمال زون د ۳۰۳ پامير د پوليسو د عمومي قوماندانۍ وياند لعل محمد احمدزي نن(ليندۍ ۱۰مه) له پژواك خبري اژانس سره په ځانګړې مركه کې وويل، چې دوى د امنيت د لېږد دويم پړوا ته پوره چمتووالى لري.
احمدزى وايي، چې دمګړى د امنيت د اخيستنې په برخه كې له هېڅ ستونزې سره مخ نه دي ؛ خو دوى په شمال كې د پوليسو د تشكيلاتو زياتوالي، درنې وسلې، زرهدارو ټانګونو او يو شمېر نورو وسلو ته اړتيا لري.
هغه وويل، چې د شمال زون په مركزي ښار مزارشريف كې د امنيتي چارو د لېږد لومړى پړاو وښوده، چې د دغه زون پوليس د خپلو سيمو د امنيت ساتنې پوره وړتيا لري.
نوموړي زياته كړه، چى هيله لري، پاتې په نښه شوې سيمې هم په ښه توګه سمبال كړي.
د هغه په وينا، د امنيت په برخه كې ورسره د خلكو ملاتړ دى او همدا يې ستر ځواك دى.
خو د شمال اوسېدونكي هم د امنيت د لېږد د پروسې د لا پياوړتيا لپاره د افغان ځواكونو د سمبالښت او د شمېر پر زياتوالي ټينګار کوي.
د مزارشريف ښار اوسېدونكي سيد نويد له پژواک سره په خبرو کې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد له دويم پړاو څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: (( افغانان هم د نورو خلكو په څېر د خپل هېواد د ساتنې په ارزښت پوهېږي، كه چېرې افغان ځواكونه سمبال شي، نو په اسانه خپلې سيمې ساتلى شي.))
د يادونې ده،چې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو دلېږد لومړى د روان کال د چنګاښ په ٢٦مه ،د باميانو له ولايت څخه پيل او وروسته بيا د پنجشير او له سروبي ولسوالۍ څخه پرته په کابل ولايتونو او دمهترلام ،لښکرګاه،هرات او مزارشريف ښارونو کې ترسره شو.
دا لړۍ به د ٢٠١٤ زېږديز کال ترپايه بشپړ شي او ټول امنيتي چارې به افغان ځواکونو ته ورکړل شي.