Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په خيبر ايجنسۍ کې نهو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

اسلام اباد (پژواک ١١ ليندۍ٩٠): د خيبر ايجنسۍ په تيرا دره کې د لښکر اسلام او ذخه خېل قوم د وسله والو تر منځ په نښته کې نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 په خيبر انجنسۍ کې د حکومت د استازي د دفتر (پوليټيکل ايجنټ) يوه چارواکي خالد ممتاز کنډي د ليندۍ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تيرا کې د لښکر اسلام او ذخه خېل قوم د وسله والو تر منځ نن سهار وخته نښته رامنځته شوه، چې له امله يې ٤ تنه ووژل شول او پنځه نور ټپي شوي دي.

 ځايي خبريال فاروق افريدي پژواک ته وويل، چې دغه نښته نن سهار شاوخوا پنځه بجې رامنځته شوې او اوس هم په سيمه کې خال خال ډزې اورېدل کېږي.

 نوموړي زياته کړه، چې له اتو مياشتو را په دېخوا د دواړو ښکېلو غاړو له ٣٠٠ ډېر کسان د دوى تر منځ په نښتو کې وژل شوي او ١٥٠٠ نور ټپي شوي دي.

 هغه زياته کړه، د لښکر اسلام سخت دريځه ډله غواړي، چې په سيمه کې پراخ نفوذ ولري، خو د ذخه خېل قوم يې مخالفت کوي او همدغه لامل دى، چې تر منځ يې کله ناکله وسله والې نښتې رامنځته کېږي.

 افريدي وويل، چې په دغه نښتو کې ملکي خلکو ته هم ډېر مالي زيان اوښتى دى.

 د يوه بل خبر له مخې، په اورکزو ايجنسۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ په نښته کې ٦ وسله وال وژل شوي دي.

 په اورکزو انجنسۍ کې د حکومت د استازي د دفتر ( پوليټيکل ايجنټ ) يوه چارواکى د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل، چې دغه نښته تېره شپه د يادې ايجنسۍ په تاساخېل سيمه کې وروسته له هغه رامنځته شوه، چې وسله والو د امنيتي ځواکونو پر پوسته بريد وکړ.

 د يادونې ده، چې د برو اورکزو په ډبورۍ، ماموزۍ او علي خېل سيمو کې امنيتي ځواکونو له تېرو شلو ورځو راپه دېخوا د وسله والو پر خلاف عمليات پيل کړي دي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.