ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د غني خېلو ولسوال له چاودنې روغ ووت

د ننګرهار د غني خېلو ولسوال له چاودنې روغ ووت

author avatar
4 Dec 2011 - 14:03
د ننګرهار د غني خېلو ولسوال له چاودنې روغ ووت
author avatar
4 Dec 2011 - 14:03

جلال اباد ( پژواک ١٣ ليندۍ ٩٠ ) : د ننګرهار د غني خېلو ولسوال له يوې چاودنې روغ ووت ، خو دوه ساتونکي يې ټپيان شول.

د غني خېلو ولسوال حاجي زلمي د ليندۍ په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دى نن له غرمې مخکې په يوولسو بجو د ولسوالۍ پر لوري روان و، چې د مارکو په سيمه کې يې پر مو‌ټر د ريموټ کنټرول ماين چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه چې دى له چاودنې روغ ووت ، خو په دې پېښه کې يې دوه ساتونکي ټپيان شوي ، چې د غني خېلو روغتون ته لېږدول شوي دي.

حاجي زلمي وويل چې په دې چاودنه کې يې موټر زيانمن شوى او د ټپي ساتونکو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د غني خېلو پر ولسوال د شوې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې ولسوال له خپلو درې ساتونکو سره سخت ټپي شوى دى.

تېرکال ، چې حاجي زلمى د خوګياڼو ولسوال و، له يوه ځانمرګي بريده روغ وتلى و.

د يادونې ده ، چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا په ننګرهار کې امنيتي پېښې زياتې شوې دي.

تېره ورځ ددې ولايت د استيناف محکمې څارنوال او له هغه يوه ورځ مخکې ددوربابا ولسوالۍ ولسوال له چاودنې او بريده روغ وتلي وو، خو يو شمېر ساتونکي يې ټپيان شوي وو.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.